د افریقا روغتیایي ادارې د کانګو دیموکراتیک جمهوریت په ختیځ ایتوري ولایت کې د ایبولا ویروس خپرېدل تایید کړي دي.
د افریقا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز ویلي چې تر اوسه شاوخوا ۲۴۶ د اخته کېدو پېښې او ۸۰ مړینې ثبت شوې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې، د ایبولا ویروس د مړینې منځنۍ کچه شاوخوا ۵۰ سلنه اټکل شوې ده.
ایبولا د نړۍ له تر ټولو خطرناکو ویروسي ناروغیو څخه ګڼل کېږي چې د اخته کسانو د بدن له مایعاتو سره د مستقیم تماس له لارې لېږدېږي او د شدیدې تبې، داخلي وینې بهېدنې او د غړو د ناکامۍ لامل کېدای شي.
د کانګو دیموکراتیک جمهوریت په تېرو کلونو کې هم څو ځله د ایبولا له مرګونو څپو سره مخ شوی دی.
روغتیایي کارپوهانو خبرداری ورکړی چې کمزورې روغتیایي زېربناوې، فقر او د ختیځ کانګو په سیمو کې روغتیایي خدماتو ته د لاسرسي ستونزې د دې ناروغۍ کنټرول لا پېچلی کوي.
د افریقا روغتیایي ادارې او د روغتیا نړیوال سازمان هڅه کوي د ناروغانو د تعقیب، قرنطین او بیړني واکسین له لارې د دې ویروس د لا پراخېدو مخه ونیسي.














