الماني رسنیو راپور ورکړی چې د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې یوازې شاوخوا ۲۲۰ کسان د جرمني د حکومت د مالي مرستو له پروګرام څخه په استفادې په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي؛ هغه شمېر چې د سوریې له شاوخوا ۴۵۰۰ ستنېدونکو سره په پرتله ډېر ټیټ بلل شوی دی.
د راپورونو له مخې، هغو کسانو شمېر چې د خپل هېواد ته د بېرته ستنېدو لپاره د مالي تشویقي پروګرام ګټه اخیستې، تر تمې ډېر کم و.
الماني رسنیو لیکلي چې د افغانستان او سوریې اقتصادي وضعیت دواړه سخت او بحراني دي، خو د بېرته ستنېدونکو د شمېر لوی توپیر ښيي چې یوازې مالي مرسته خلک د ستنېدو لپاره نه شي هڅولای.
د راپور پر بنسټ، هغه کسان چې افغانستان یا سوریې ته ستنېږي، د الوتنې ټکټ او د سفر لګښت تر څنګ د نوي ژوند د پیل لپاره شاوخوا زر یورو هم ترلاسه کوي.
دغه مرسته د کورنیو لپاره تر څلورو زرو یورو پورې لوړېږي.
په راپور کې راغلي چې ځینې سیاسي جریانونه، د جرمني د چپ ګوند په ګډون، باور لري چې دا اندازه مرسته په بحرانځپلو هېوادونو کې د نوي ژوند د جوړولو لپاره بسنه نه کوي.
د فرانکفورټر الگماینه ورځپاڼې لیکلي چې د جرمني د فدرالي حکومت د داوطلبانه بېرته ستنېدو د «ریاګ/ګارپ» پروګرام مستقیم لګښت په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۲۰ میلیونه یورو و.
دې رسنۍ همداراز راپور ورکړی چې ځینې اروپايي هېوادونه د جرمني په پرتله بېرته ستنېدونکو ته ډېرې مرستې ورکوي او د جرمني حکومت هم پخوا پراخ ملاتړ وړاندې کاوه.
خو راپور ټینګار کوي چې د ډېرو کډوالو لپاره اصلي موضوع یوازې پیسې نه دي، بلکې د خپل هېواد پر سیاسي او امنیتي وضعیت د هغوی باور ټاکونکی رول لري.
فرانکفورټر الگماینه لیکلي چې افغانستان او سوریه اوس د راتلونکې په اړه د عامه باور له پلوه په دوو جلا لارو روان دي.
په وروستیو کلونو کې ډېرو افغان کډوالو د امنیتي اندېښنو، د بشري حقونو وضعیت، ټولنیزو محدودیتونو او اقتصادي بحران له امله افغانستان ته له ستنېدو ډډه کړې ده.














