د طالبانو د عدلیې وزارت اعلان کړی چې د «تفریق زوجینو اصولنامه» د طالبانو د مشر هبتالله اخندزاده له تأیید وروسته خپره شوې او د ۱۴۸۹ شمېرې رسمي جریده کې چاپ شوې ده.
دغه اصولنامه ۳۱ مادې لري او د مېړه او مېرمنې د جلاوالي بېلابېل شرایط او دلایل پکې مشخص شوي دي.
د سند له مخې، په ځینو مواردو کې قاضي ته واک ورکړل شوی چې د لازم شرایطو په موجودیت کې د ښځې او مېړه ترمنځ د جلاوالي حکم صادر کړي.
د اصولنامې په درېیمه ماده کې له «غیرکفو» سره د واده موضوع یاده شوې او ویل شوي، که یوه نجلۍ د خپل ولي له اجازې پرته له داسې سړي سره واده وکړي چې د کورنۍ، نسب، دین یا نورو معیارونو له مخې همسطح ونه ګڼل شي، دغه واده په ځینو مواردو کې د فسخ وړ دی.
د سند په بله برخه کې راغلي، که مېړه غایب وي خو د اوسېدو ځای یې معلوم وي، ښځه د غیابت یا د نفقې د نه ورکړې له امله د جلاوالي غوښتنه نه شي کولی.
همدارنګه، که مېړه ورک شي او ښځه د هغه په نشتون کې له بل سړي سره واده وکړي، د لومړي مېړه د بېرته راستنېدو په صورت کې دوهم واده باطل ګڼل کېږي.
د اصولنامې په ۲۲مه ماده کې راغلي، که مېړه پر ښځه ظلم وکړي یا یې حقوق ور نه کړي، ښځه کولای شي محکمې ته مراجعه وکړي؛ خو که د ظلم مخنیوی په بل ډول ممکن وي، قاضي د مېړه له رضایت پرته د جلاوالي حکم نه شي ورکولی.
دغه اصولنامه د «ظهار»، ارتداد، د زوجینو جنسي ستونزو او د مېړه د خپلوانو له لوري د جنسي ځورونې اړوند ادعاوو په اړه هم ځانګړي احکام لري.
د سند له مخې، په ځینو مواردو کې قاضي کولای شي مېړه د کفارې ورکولو یا د ښځې د طلاق لپاره په بند یا لتوکوب مجبور کړي.
د دغې اصولنامې خپرېدل داسې مهال دي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه د بشري حقونو بنسټونو او نړیوالې ټولنې له پراخو نیوکو سره مخ دي.
حقوقي کارپوهان وایي، د دې سند ځینې مادې ښايي د ښځو د حقونو د لا محدودېدو او د افغانستان په قضایي نظام کې د سختدریځو مذهبي تفسیرونو د پیاوړي کېدو په اړه اندېښنې زیاتې کړي.














