ځايي سرچینو راپور ورکړی چې حبیبه صالحي، چې یوه ځوانه ښځه او پخوانۍ خبریاله ده، د طالبانو استخباراتو په هرات ولایت کې نیولې ده.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، نوموړې تېره اوونۍ له ترکیې څخه هرات ته ستنه شوې وه.
سرچینې وایي، حبیبه صالحي د چهارشنبې په ورځ د هرات ښار د «پوسته نمبر یک» په سیمه کې نیول شوې او وروسته نامعلوم ځای ته انتقال شوې ده.
طالبانو تر اوسه د هغې د نیولو د علت، د ساتلو د ځای او وضعیت په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.
د دې ښځینه خبریالې نیول کېدل داسې مهال کېږي چې په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې پر خبریالانو، مدني فعالانو او ښځو د فشارونو د زیاتېدو په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.
د رسنیو ملاتړو بنسټونو مخکې خبرداری ورکړی و چې پرلهپسې محدودیتونه او نیونې په افغانستان کې د رسنیو فعالیت او د بیان ازادي سخت محدوده کړې ده.
کارپوهان وایي، د خبریالانو او ټولنیزو فعالانو دوامدارې نیونې د بشري حقونو او د رسنیو د ازادۍ په اړه اندېښنې لا زیاتوي.














