د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سېشنبې په ورځ د طلوعنیوز د دوو خبریالانو، منصور نیازي او عمران دانش، نیول تایید کړل.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغو دوو خبریالانو دوسیې تر څېړنې لاندې دي او تر اوسه د طالبانو محکمې د هغوی په اړه کومه پرېکړه نه ده کړې.
طالبانو د دغو خبریالانو د نیولو دلیل نه دی څرګند کړی.
طلوعنیوز شبکې هم د یکشنبې په ورځ د ثور په ۲۰مه د خپلو خبریالانو نیول په رسمي ډول تایید کړي وو.
دغه شبکې ویلي وو چې طالبانو د طلوعنیوز له مسؤلانو سره په اړیکه کې ویلي، د «قانوني مرحلو» تر بشپړېدو وروسته به د دې قضیې په اړه نور جزییات خپاره شي.
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت همداراز ټینګار کړی چې تر اوسه د دغو دوو خبریالانو په اړه د محکمې هېڅ حکم نه دی صادر شوی او په دې تړاو د ځینو رسنیو خپاره شوي راپورونه ناسم دي.
د خبریالانو نیونې داسې مهال دوام لري چې د رسنیو ملاتړو بنسټونو څو ځله په افغانستان کې پر خبریالانو د فشارونو او د رسنیو د ازادۍ د محدودېدو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز مخکې ویلي وو چې په وروستیو ورځو کې څو خبریالان او د رسنیو فعالان د طالبانو له خوا نیول شوي یا ګواښل شوي دي.
د رسنیو کارپوهان وایي، د خبریالانو د نیولو دوام او د هغوی د وضعیت په اړه د روڼتیا نشتوالی د افغانستان د خپلواکو رسنیو د راتلونکې په اړه اندېښنې زیاتوي.














