د مزارشریف ښاروالۍ مسؤلانو اعلان کړی چې د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو د کمېسیون له فعالیت وروسته، په بلخ ولایت کې ۴۴ ښارګوټي تثبیت شوي او پنځه نور ښارګوټي تازه آزاد شوي دي.
د مزارشریف ښاروال عبدالرحمان همت ویلي چې دغو پنځو ښارګوټو ته به ډېر ژر د ودانیزو چارو، د کورونو د نوسازۍ، د سړکونو د بیارغونې او نورو عمراني فعالیتونو رسمي جوازونه ورکړل شي.
هغه زیاته کړې چې د دغه اقدام هدف د حقوقي ستونزو د یوې برخې حل او په دغو سیمو کې د ښاري پراختیا لپاره زمینه برابرول دي.
هممهاله، د ځینو ښارګوټو مسؤلانو له اړوندو ادارو غوښتي چې د ملکیت د اسنادو او د ځمکو د حقوقي وضعیت د تثبیت لپاره همکاري وکړي.
د ښاروالۍ چارواکو هم ژمنه کړې چې د ښارګوټو له مالکانو او اړوندو ادارو سره به غونډې ترسره شي څو د خلکو ستونزې، په ځانګړي ډول د اسنادو او جوازونو اړوند، وڅېړل شي.
د دغو ښارګوټو یو شمېر اوسېدونکو د دې پرېکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې له کلونو راهیسې د کور جوړونې او د ملکیت د پېر او پلور د قانوني بهیر په تمه وو.
په افغانستان کې د ځمکو د مالکیت موضوع تل له تر ټولو پېچلو او حساسو حقوقي او ټولنیزو مسئلو څخه ګڼل شوې ده.
په بېلابېلو ولایتونو، په ځانګړي ډول لویو ښارونو کې، ګڼ ښارګوټي د اسنادو، تصرفاتو او د ځمکو د قانوني مشروعیت پر سر له زړو لانجو سره مخ دي.
شنونکي وایي، که د تثبیت او جواز ورکولو بهیر په شفاف او منظم ډول پر مخ ولاړ شي، نو ښایي په بلخ کې د حقوقي بېسرنوشتیو د کمېدو او د ودانیزو چارو د نسبي ودې لامل شي.
خو کارپوهان خبرداری ورکوي چې د شفافیت نشتوالی یا د ملکیت د اسنادو پر سر اختلافونه ښایي د نوو شخړو زمینه هم برابره کړي.














