د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې دا مهال په افغانستان کې له ۱۳.۸ میلیونو ډېر کسان له سختې غذایي ناامنۍ سره مخ دي.
دغه بنسټ خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د لوږې بحران د سیمهییزو ترینګلتیاوو، د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو او اقتصادي بحران له امله لا هم مخ پر خرابېدو دی.
ملګرو ملتونو همداراز ویلي چې نږدې پنځه میلیونه ماشومان او امیندوارې یا شیدې ورکوونکې ښځې په افغانستان کې له خوارځواکۍ کړېږي.
د راپور له مخې، اقتصادي سقوط، پراخه بېکاري، اقلیمي بدلونونه او د سیمهییزو ترینګلتیاوو زیاتوالی د افغانستان د بشري بحران د ژورېدو له اصلي لاملونو څخه ګڼل کېږي.
په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مشر جان آیلیف ویلي چې د میلیونونو ښځو او ماشومانو لپاره تغذیوي مرستې «حیاتي» ارزښت لري.
هغه ټینګار کړی: «د تغذیې مرستې اړینې دي، اختیاري نه دي.»
دغه د ملګرو ملتونو چارواکي خبرداری ورکړی چې د خوارځواکۍ د درملنې لپاره د ځانګړو خوراکي موادو د زېرمو کمښت د سلګونو زرو میندو او ماشومانو ژوند ګواښي.
د خوړو نړیوال پروګرام همداراز ویلي چې ډېرې افغان کورنۍ نور د کافي خوړو د برابرولو توان نه لري او ځینې والدین اړ دي چې لږ موجود خواړه یوازې خپلو ماشومانو ته ځانګړي کړي.
کارپوهان وایي، د اقتصادي بحران دوام، د نړیوالو مرستو کمېدل او د معیشتي فشارونو زیاتوالی افغانستان د وروستیو کلونو له تر ټولو سختو بشري بحرانونو سره مخ کړی دی.
د هغوی په وینا، که بشري مرستې نورې هم کمې شي، د خوارځواکۍ، بېوزلۍ او بشري ناورین د پراخېدو خطر به د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې لا ډېر شي.














