د اروپا پارلمان کې د شنو ګوند استازې هانا نویمن خبرداری ورکړی چې له جرمني او نورو اروپایي هېوادونو څخه د افغان کډوالو د ایستلو سیاست ښایي پراخ امنیتي او سیاسي پایلې ولري.
هغې ویلي چې افغانستان په اوسني وضعیت کې د لوړې کچې ایستل شویو کډوالو د منلو ظرفیت نه لري.
د اروپا پارلمان دغې غړې زیاته کړې چې د کډوالو د بېرته ستنولو دوام ښایي د طالبانو د پیاوړتیا او د امنیتي ګواښونو د زیاتېدو سبب شي.
د هانا نویمن په وینا، د جرمني حکومت د کډوالو د ایستلو د بهیر د اسانتیا لپاره له طالبانو سره تعامل ته مخه کړې ده.
هغې ټینګار کړی چې دغه سیاست تر ډېره په اروپا کې د کورنیو فشارونو او د کډوالۍ ضد سیاسي بحثونو تر اغېز لاندې دی.
د شنو ګوند استازې خبرداری ورکړی چې د افغانستان د اقتصادي او ټولنیز بحران په شرایطو کې افراطي شبکې ښایي د ځوانانو د جذب لپاره له موجود تشې څخه استفاده وکړي.
د هغې څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې ځینو اروپایي هېوادونو په وروستیو میاشتو کې هڅه کړې د افغان کډوالو، په ځانګړي ډول د جرمي دوسیو لرونکو کسانو، د ایستلو بهیر چټک کړي.
هممهاله، بشري حقونو بنسټونو او نړیوالو سازمانونو څو ځله خبرداری ورکړی چې افغانستان له شدید بشري، اقتصادي او حقوقي بحران سره مخ دی او د کډوالو بېرته ستنول ښایي د ګڼو کسانو ژوند له خطر سره مخ کړي.
کارپوهان وایي، په اوسنیو شرایطو کې د کډوالو د ایستلو زیاتوالی نه یوازې پر افغانستان اقتصادي او ټولنیز فشار زیاتوي، بلکې ښایي د سیمې پر امنیتي ثبات هم اغېز وکړي.














