چهارشنبه, مې 13, 2026
  • فارسی
  • English
  • Français
  • ننوتل
تلویزیون نیمروز
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
    • امنیت
    • سیاست
    • بشري حقونه
    • ښځې
    • رسنۍ
    • کلتور
    • کډوالي
  • نړۍ
    • اروپا
    • امریکا
    • آسیا-اقیانوسیه
    • افریقا
    • منځنی ختیځ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ټکنالوژي
  • ټولنه
    • تفریح
    • د ژوند طرز
    • وېډیو
  • ورزش
  • نور
    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د همکارۍ فرصتونه
    • محرمیت تګلاره
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
    • امنیت
    • سیاست
    • بشري حقونه
    • ښځې
    • رسنۍ
    • کلتور
    • کډوالي
  • نړۍ
    • اروپا
    • امریکا
    • آسیا-اقیانوسیه
    • افریقا
    • منځنی ختیځ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ټکنالوژي
  • ټولنه
    • تفریح
    • د ژوند طرز
    • وېډیو
  • ورزش
  • نور
    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د همکارۍ فرصتونه
    • محرمیت تګلاره
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
تلویزیون نیمروز
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ټکنالوژي
  • ټولنه
  • ورزش
  • نور
اصلی صفحه اروپا

پولند څلور افغان پناه‌غوښتونکي د «غیرقانوني داخلېدو» په تور نیولي

په واسطه د Satayesh Marzapoor
مې 11, 2026
0
A A
0
بحران مهاجران؛ پولند پناهجویان افغان را متوقف کرد

د پولند سرحدي ګارد ویلي چې څلور افغان پناه‌غوښتونکي یې د «غیرقانوني داخلېدو» په تور نیولي دي.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، یو پولندی وګړی هم د «انساني قاچاق» په شک نیول شوی دی.

د پولند سرحدي چارواکو ویلي چې دغو افغان پناه‌غوښتونکو غوښتل د پولند له لارې نورو اروپايي هېوادونو، په ځانګړي ډول آلمان، ته ځان ورسوي.

د دغه بنسټ په وینا، افغان پناه‌غوښتونکي لومړی سرحدي سیمو ته رسېدلي او وروسته یې په پښو له پولې تېرېدلی دي.

د پولند خاورې ته له داخلېدو وروسته، هغوی د یوه پولندي موټرچلوونکي له خوا سپاره شوي او د اروپا نورو برخو ته د انتقال په حال کې وو.

تر دې وړاندې هم د پولند سرحدي چارواکو د لږ تر لږه ۸۴ پناه‌غوښتونکو، چې افغانان هم پکې شامل وو، د نیولو خبر ورکړی و.

افغان پناه‌غوښتونکي تر ډېره د آلمان ته د رسېدو لپاره د پولند له لارې استفاده کوي؛ هغه مسیر چې په وروستیو کلونو کې د اروپا، روسیې او بلاروس ترمنځ د سیاسي ترینګلتیا برخه ګرځېدلې ده.

د اسوشیټیډ پرېس د راپور له مخې، پولند ادعا کوي چې روسیه او بلاروس له کډوالو څخه د لوېدیځو هېوادونو د بې‌ثباته کولو لپاره استفاده کوي.

د دې وضعیت په غبرګون کې، د پولند حکومت له بلاروس سره پر پوله د پناه غوښتنې حق په موقت ډول ځنډولی دی.

که څه هم دغه محدودیت په پیل کې د ۶۰ ورځو لپاره اعلان شوی و، خو د پولند حکومت څو ځله تمدید کړی او په عملي ډول د ډېرو کډوالو لپاره د پناه غوښتنې د ثبت بهیر درېدلی دی.

یوه افغان پناه‌غوښتونکي اسوشیټیډ پرېس ته ویلي چې پولندي چارواکو یې دوسیه له دقیقې ارزونې پرته د اخراج پرېکړه کړې؛ یوازې ځکه چې هغه د بلاروس له لارې دغه هېواد ته داخل شوی و.

د بشري حقونو بنسټونو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د پولند پر دغې پالیسۍ نیوکه کړې ده.

دوی وایي، د پناه غوښتنې د حق ځنډول د نړیوالو قوانینو او د ژنیو له کنوانسیون سره په ټکر کې دي، ځکه کوربه هېوادونه مکلف دي د هر پناه‌غوښتونکي دوسیه په جلا توګه وڅېړي.

خو د پولند حکومت ټینګار کوي چې د بلاروس پر پوله امنیتي ګواښونه د وروستیو سختو اقداماتو توجیه کوي.

کارپوهان وایي، د دې وضعیت دوام ښایي افغان کډوال د اروپا له تر ټولو خطرناکو او مبهمو مهاجرتي لارو سره مخ کړي.

Latest news, no spam. Unsubscribe anytime.

هانا نویمن: د افغان کډوالو ایستل به امنیتي بحران ژور کړي

اروپايي ټولنه به د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د طالبانو چارواکي بروکسل ته دعوت کړي

تاجیکستان وایي ځینې افغان کډوال د «درنو جرمونو» له امله ایستل شوي

شریکولټویټلېږل
Satayesh Marzapoor

Satayesh Marzapoor

نماینده اروپا: افغانستان فقیر توان پذیرش مهاجران اخراجی را ندارد
اروپا

هانا نویمن: د افغان کډوالو ایستل به امنیتي بحران ژور کړي

مې 13, 2026
اتحادیه اروپا طالبان را برای گفت‌وگو درباره مهاجران افغان دعوت می‌کند
اروپا

اروپايي ټولنه به د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د طالبانو چارواکي بروکسل ته دعوت کړي

مې 12, 2026
تاجیکستان: برخی مهاجران افغان به‌دلیل جرایم سنگین اخراج شده‌اند
کډوالي

تاجیکستان وایي ځینې افغان کډوال د «درنو جرمونو» له امله ایستل شوي

مې 11, 2026
بریتانیا افراد و نهادهای مرتبط با جمهوری اسلامی را تحریم کرد
اروپا

بریتانیا د ایران اړوند ۱۲ کسان او بنسټونه تحریم کړل

مې 11, 2026
همسایه‌های قنسولگری افغانستان در بن از حضور نماینده طالبان ابراز نگرانی کردند
اروپا

اشپیگل: د طالبانو د استازي له ورتګ وروسته د بن یوه سیمه بدله شوې

مې 11, 2026
پاریس و لندن نشست بین‌المللی امنیت تنگه هرمز را رهبری می‌کنند
اروپا

فرانسه او بریتانیا د هرمز امنیت په اړه نړیواله ناسته جوړوي

مې 11, 2026
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
نماینده اروپا: افغانستان فقیر توان پذیرش مهاجران اخراجی را ندارد

هانا نویمن: د افغان کډوالو ایستل به امنیتي بحران ژور کړي

مې 13, 2026
پنج شهرک در بلخ برای آغاز ساخت‌وساز و بازسازی آزادسازی شد

په بلخ کې ۴۴ ښارګوټي تثبیت او پنځه نور آزاد شول

مې 13, 2026
خلیل‌زاد: پاکستان به طیاره‌های نظامی ایران اجازه پنهان‌شدن داده است

زلمي خلیلزاد: پاکستان ایراني پوځي الوتکو ته د پټېدو اجازه ورکړې

مې 13, 2026
دهه‌ها جنگ و فقر؛ سلامت روان افغان‌ها زیر فشار سنگین

په پنجشیر کې د رواني ناروغانو درې درملنیز مرکزونه پرانیستل شول

مې 13, 2026
نیویارک تایمز: ایران همچنان بخش بزرگی از توان موشکی خود را حفظ کرده است

نیویارک ټایمز: ایران لا هم د خپل توغندیز ځواک ډېره برخه ساتلې ده

مې 13, 2026
دو برادر هنگام پاک‌کاری چاه در نیمروز جان باختند

په نیمروز کې دوه وروڼه د څاه پاکولو پر مهال مړه شول

مې 13, 2026

مشهور مطالب

  • بنیان‌گذار دانشگاه ادراک در مسیر محکمه کشته شد؛ ابهام در پرونده مالی بدریه جلالی

    ډاکټره بدریه جلالي په کابل کې ووژل شوهد حقوقي او مالي شخړو تر سیوري لاندې مرموزه قضیه

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • ډاکټره بدریه جلالي په کابل کې ووژل شوهد حقوقي او مالي شخړو تر سیوري لاندې مرموزه قضیه

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • په تخار کې پر ډاکترانو بریدڅلور تنه سخت ټپیان شوي

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • اگزیت ازموینه د ښځو له ګډون پرته ترسره شوهنږدې ۷۰۰۰ نارینه فارغانو ازموینه ورکړه

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0

د خبرونو آرشیف

نیمروز ټلویزیون؛ د افغانستان او نړۍ د کره، باوري او تحلیلي خبرونو خپلواکه سرچینه، چې د باور وړ معلوماتو وړاندې کولو، د پېښو ژور تحلیل او د پټو اړخونو روښانه کولو ته ژمن دی. موږ هڅه کوو د مسلکي اصولو پر بنسټ روښانه او باوري انځور وړاندې کړو.

مهرباني وکړئ خپل ایمیل (Inbox یا Spam) وګورئ او خپل ګډون تایید کړئ.


  • زموږ په اړه
  • له موږ سره اړیکه
  • د همکارۍ فرصتونه
  • محرمیت تګلاره

© 2026 ټول حقوق د تلویزیون نیمروز سره خوندي دي.

بیا ښه راغلاست!

لاندې خپل اکاونټ ته ننوتل وکړئ.

پاسورډ مو هېر شوی؟

خپل پاسورډ بېرته ترلاسه کړئ

مهرباني وکړئ خپل کارن نوم یا ایمیل ادرس دننه کړئ ترڅو خپل پاسورډ بیا تنظیم کړئ.

ننوتل

نوی پلې‌لیست اضافه کړئ

  • ننوتل
  • فارسی
  • English
  • Français
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
    • امنیت
    • سیاست
    • بشري حقونه
    • ښځې
    • رسنۍ
    • کلتور
    • کډوالي
  • نړۍ
    • اروپا
    • امریکا
    • آسیا-اقیانوسیه
    • افریقا
    • منځنی ختیځ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ټکنالوژي
  • ټولنه
    • تفریح
    • د ژوند طرز
    • وېډیو
  • ورزش
  • نور
    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د همکارۍ فرصتونه
    • محرمیت تګلاره
SAVED POSTS