د بریتانیا حکومت د دوشنبې په ورځ ۱۲ هغه کسان او بنسټونه د خپلو بندیزونو په لېست کې شامل کړل چې د ایران اسلامي جمهوریت سره تړاو لري.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په دغو بندیزونو کې د «زیندشتي» په نوم د جنایي شبکې غړي او یو شمېر د صرافۍ واحدونه شامل دي.
د بریتانیا حکومت ویلي چې دغه شبکه د بریدونو په طرحه کولو، د افرادو په ګواښلو او هغو ډلو ته د مالي خدماتو په وړاندې کولو کې ښکېله وه چې د بریتانیا او نورو هېوادونو د بېثباته کولو هڅه کوي.
په دغو اقداماتو کې د تحریم شوو کسانو او بنسټونو د شتمنیو کنګلول او د سفر بندیزونه شامل دي.
لندن ویلي، د دغو بندیزونو هدف د اړوندو شبکو د مالي سرچینو پرېکول او د نړیوالو محدودیتونو د دور وهلو مخنیوی دی.
دغه پرېکړه داسې مهال شوې چې د بریتانیا پولیسو تر دې وړاندې په لندن کې د یهودي مرکزونو د څو قصدي اورلګیدنو په اړه د ایران د احتمالي تړاو د څېړنې خبر ورکړی و.
د بریتانیا امنیتي چارواکو ویلي، ځینې تحریم شوي مالي بنسټونه د تخریبي ډلو لپاره د پیسو د لېږد په اسانتیا کې رول لري او د دغه هېواد ملي امنیت ته ګواښ پېښوي.
هممهاله، بریتانیا د ترهګرۍ د ګواښ کچه «شدید» حالت ته لوړه کړې؛ هغه اقدام چې د بهرنیو دولتونو پورې تړلو احتمالي بریدونو او فعالیتونو په اړه د لندن د زیاتېدونکو اندېښنو نښه بلل کېږي.
د ایران اسلامي جمهوریت تر دې وړاندې په بریتانیا کې د هر ډول توطیو یا بریدونو لاس لرل رد کړي وو.
خو د بریتانیا حکومت ټینګار کړی چې د بندیزونو نوی بسته به د دې هېواد د امنیت او ثبات پر ضد د هر ډول ګواښ پر وړاندې «قاطع پیغام» وي.
کارپوهان وایي، دغه بندیزونه ښایي د تهران او لندن ترمنځ سیاسي او امنیتي ترینګلتیا نوي پړاو ته داخله کړي؛ په ځانګړي ډول اوس چې سیمهییز بحرانونه او د ایران او لوېدیځ ترمنځ اختلافونه زیات شوي دي.














