په اسرائیل کې د امریکا سفیر اعلان کړی چې اسرائیل متحده عربي اماراتو ته د اوسپنیز ګنبد دفاعي سیستم له عملیاتي ځواکونو سره لېږدولی دی.
د امریکا سفیر مایک هاکبي په تلابیب کې یوې غونډې ته ویلي، دغه اقدام د اسرائیل او اماراتو ترمنځ د «فوقالعاده» اړیکو او د ابراهیمي تړونونو په چوکاټ کې ترسره شوی دی.
یوې باخبره سرچینې هم رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې اسرائیل د وروستۍ جګړې پر مهال د ایران د بریدونو پر وړاندې د اماراتو د ملاتړ لپاره د هوايي دفاع سیستمونه دغه هېواد ته انتقال کړي دي.
رویټرز راپور ورکړی چې د امریکا او اسرائیل پر ضد د جګړې له پیل راهیسې، ایران تر ټولو زیات متحده عربي امارات په نښه کړي دي.
د راپور له مخې، د ایران بریدونه حتی د اوسني اوربند پر مهال هم دوام لري.
هممهاله، والسټریټ ژورنال د باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی چې متحده عربي اماراتو په پټه د ایران پر ضد په ځینو عملیاتو کې ګډون کړی دی.
د راپور له مخې، اماراتو د اپریل میاشتې په یوه برید کې د ایران د لاوان ټاپو د نفتو تصفیهخونه په نښه کړې وه.
تر اوسه د اماراتو رسمي چارواکو د دغو راپورونو په اړه څه نه دي ویلي.
کارپوهان وایي، اماراتو ته د اوسپنیز ګنبد دفاعي سیستم لېږد د خلیج عربي هېوادونو او اسرائیل ترمنځ د پوځي او امنیتي همکاریو د پراخېدو نښه ده.
د هغوی په وینا، د دغو همکاریو زیاتوالی ښایي د ایران او د لویدیځ د متحدو عربي هېوادونو ترمنځ ترینګلتیا نوې مرحلې ته یوسي او د سیمې د شخړو د پراخېدو خطر زیات کړي.














