فرانسه او بریتانیا به د لسګونو هېوادونو د دفاع وزیرانو په ګډون د هرمز تنګي د امنیت په اړه د یوې مجازي ناستې مشري وکړي؛ هغه ناسته چې هدف یې د دغه ستراتیژیک سمندري لارې د بیا پرانیستو او امنیت د تامین لپاره په احتمالي پوځي ماموریت کې د هېوادونو د ګډون ارزونه بلل شوې ده.
د بریتانیا د دفاع وزارت ویلي چې شاوخوا ۴۰ هېوادونه به د سېشنبې ورځې په ناسته کې، چې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره کېږي، ګډون ولري.
د بریتانیا د دفاع وزارت د اعلامیې له مخې، ګډونوال به «په هغه دفاعي ماموریت کې د پوځي همکاریو» په اړه خبرې وکړي چې هدف یې «د شرایطو د برابرېدو په صورت کې د هرمز تنګي بیا پرانیستل او امنیت تامینول» دي.
د بریتانیا د دفاع وزیر جان هیلي، چې دغه ناسته به د فرانسې له دفاع وزیرې کاترین ووترن سره په ګډه رهبري کړي، ویلي: «زموږ رول به دا وي چې ډاډ ترلاسه کړو یوازې په خبرو بسنه نه کوو، بلکې اقدام ته هم چمتو یو.»
دغه ناسته داسې مهال جوړېږي چې د ایران اسلامي جمهوریت د یکشنبې په ورځ خبرداری ورکړی و چې که فرانسوي او بریتانوي ځواکونه په هرمز تنګي کې ځای پر ځای شي، نو تهران به ورته «قاطع او فوري ځواب» ورکړي.
د هرمز بحران د ایران، امریکا او اسرائیل ترمنځ د ترینګلتیا له زیاتېدو وروسته حساس پړاو ته داخل شوی او د کښتیو په تګ راتګ کې ګډوډۍ نړیوال اقتصاد او د انرژۍ بازارونه تر فشار لاندې راوستي دي.
د راپورونو له مخې، د هرمز تنګي د محدودیتونو او ناامنۍ له امله شاوخوا ۱۵۰۰ کښتۍ او نږدې ۲۰ زره سمندري کارکوونکي له ستونزو سره مخ شوي دي.
کارپوهان وایي، د هرمز د امنیتي طرحو په چوکاټ کې د اروپایي هېوادونو رسمي داخلېدل ښيي چې د دغه سمندري لارې بحران نور یوازې سیمهییزه موضوع نه ده، بلکې په نړیواله او اقتصادي مسئله بدله شوې ده.
په ورته وخت کې، شنونکي خبرداری ورکوي چې په خلیج فارس کې د لوېدیځو قدرتونو د پوځي حضور زیاتوالی ښایي د مستقیمې مقابلې او د بحران د پراخېدو خطر هم لوړ کړي.














