د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنت د افغان ښځو او نجونو وضعیت «اندېښمنوونکی» بللی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو پراخ او سیستماتیک ځپل په یوه عادي حالت بدل شوي دي.
بنت د دوشنبې په ورځ د ثور په ۲۱مه په ژنیو کې د «حسابورکونې، حقیقت او پخلاینې د اساسي قانون د حاکمیت د بېرته راګرځېدو د بنسټونو» تر سرلیک لاندې غونډه کې وویل چې د افغانستان اوسنی وضعیت په سمه توګه «جنسیتي تبعیض» بلل کېدای شي.
هغه زیاته کړه چې افغان ښځې هم دغه اصطلاح د خپل ژوند د واقعیت منعکسوونکې ګڼي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو ځپل ښایي د «بشریت ضد جنایت» مصداق وي.
ریچارد بنت د افغانستان د څو لسیزو جګړو او بېثباتۍ یادونه وکړه او ویې ویل چې ګڼو افغانانو، په ځانګړي ډول د ۵۰ کلونو څخه کم عمر لرونکو کسانو، هېڅکله له تاوتریخوالي پرته ژوند نه دی تجربه کړی.
هغه همداراز جنسي تاوتریخوالي، قومي او مذهبي تبعیض، پر جنسي اقلیتونو فشار او د طالبانو تر واک لاندې پراخې بېعدالتۍ ته اشاره وکړه.
د بنت په وینا، طالبانو د افغانستان د خلکو د ژوند پر ټولو برخو پراخ محدودیتونه لګولي دي.
هغه ټینګار وکړ چې هېڅوک باید د افغانستان د راتلونکي په مرکز کې د بشري حقونو د ځای پر اړتیا شک ونه لري او ویې ویل چې د تاوتریخوالي او معافیت د دورې ماتول، د بشري حقونو د سرغړوونکو د حسابورکونې غوښتنه کوي.
ریچارد بنت همداراز غوښتنه وکړه چې د «جنسیتي آپارتاید» مفهوم دې په نړیوالو اسنادو کې د بشریت ضد جنایت په توګه شامل شي او دا یې د مستندسازۍ او عدالت د عملي کېدو ترمنځ د تشې د ډکولو لپاره مهم ګام وباله.
دغه څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د ښځو او نجونو پر زدهکړو، کار او ټولنیز حضور د طالبانو محدودیتونه لا هم دوام لري او د نړیوالو بنسټونو او د بشري حقونو د فعالانو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي دي.














