د «نی په تبعید» سازمان، چې د افغانستان د خبریالانو او رسنیو ملاتړی بنسټ دی، د یوې اعلامیې په خپرولو سره د طالبانو له لوري د یو شمېر خبریالانو پر وروستیو نیونو اندېښنه ښودلې او د هغوی د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.
دغه سازمان له ملګرو ملتونو او اروپایي ټولنې غوښتي چې د نیول شویو خبریالانو د بېقید او شرطه خوشې کېدو لپاره عملي اقدام وکړي.
د نی سازمان په اعلامیه کې راغلي چې د طلوعنیوز خبریالان منصور نیازي او عمران دانش، او د «پیگرد» خبري آژانس مسئول جاوید نیازي، په وروستیو کې د طالبانو له لوري نیول شوي دي.
دغه بنسټ د ملګرو ملتونو له سیاسي استازولۍ او د اروپایي ټولنې له دفتره غوښتي چې د طالبانو له چارواکو سره خبرې وکړي او د دغو خبریالانو د ژر تر ژره خوشې کېدو زمینه برابره کړي.
نی سازمان د خبریالانو نیول د طالبانو تر واک لاندې «تکراري کړنلاره» بللې او ویلي یې دي چې په نږدې پنځو کلونو کې شاوخوا ۴۰۰ خبریالان او رسنیز کارکوونکي نیول شوي دي.
د اعلامیې له مخې، لږ تر لږه شپږ خبریالان اوس هم د طالبانو په زندانونو کې بندیان دي.
دغه سازمان ادعا کړې چې طالبان په اوسط ډول هرې دوو اوونیو کې لږ تر لږه درې خبریالان یا رسنیز کارکوونکي نیسي.
طالبانو تر اوسه د دغو خبریالانو د نیولو او احتمالي تورونو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.
تر دې وړاندې سرچینو ویلي وو چې منصور نیازي د ثور په ۱۷مه د کابل د کارتهڅلور سیمې څخه نیول شوی او نامعلوم ځای ته انتقال شوی دی.
طلوعنیوز هم د خپلو دوو خبریالانو نیول تایید کړي وو.
هممهاله، د بېپولو خبریالانو سازمان د ۲۰۲۶ کال د مطبوعاتو د آزادۍ نړیوال شاخص ښيي چې افغانستان د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو له ډلې په ۱۷۵م ځای کې راغلی او په تېرو پنځو کلونو کې ۵۳ درجې سقوط کړی دی.
رسنیز فعالان خبرداری ورکوي چې پر خبریالانو دوامدار فشارونه او پر رسنیو پراخ محدودیتونه د بیان ازادۍ او معلوماتو ته د خلکو د لاسرسي راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ کوي.














