د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له نږدې یوې لسیزې وروسته د لومړي ځل لپاره چین ته سفر کړی څو له د چین له ولسمشر شي جینپینګ سره په حساسو مذاکراتو کې ګډون وکړي.
د راپورونو له مخې، د امریکا د صنعت یو شمېر مشهورې څېرې هم په دغه سفر کې ګډون لري؛ په هغو کې ایلان ماسک، د انویدیا شرکت مشر جنسن هوانګ او د بوینګ شرکت اجرائیه رئیس کلی اورتبرګ شامل دي.
تمه کېږي چې سوداګري به د دواړو هېوادونو ترمنځ د مذاکراتو له مهمو محورونو څخه وي.
ټرمپ ویلي چې له چین څخه به د هغه «لومړنۍ غوښتنه» دا وي چې «خپلې دروازې پرانیزي» څو امریکایي شرکتونه او پانګهوال وکولای شي د چین په بازار کې پراخ فعالیت وکړي.
د واشنګټن او بیجینګ اړیکې په وروستیو کلونو کې، په ځانګړي ډول د سوداګرۍ په برخه کې، له پراخو ترینګلتیاوو سره مخ وې.
ټرمپ د خپلې دویمې ولسمشرۍ دورې په پیل کې هغه سوداګریزه جګړه بیا تېزه کړه چې د لومړۍ دورې پر مهال یې له چین سره پیل کړې وه، خو دواړو هېوادونو تېر اکتوبر د سوداګریز اوربند پر سر توافق هم کړی و.
د اقتصادي موضوعاتو تر څنګ، د ایران بحران هم د دغه سفر له مهمو بحثونو څخه بلل شوی دی.
شنونکي باور لري چې چین د ایران سره د پراخو اقتصادي اړیکو او د ایران د نفتو د لوی پېرودونکي په توګه پر تهران د پام وړ نفوذ لري.
د اټکلونو له مخې، چین د ایران شاوخوا ۹۰ سلنه د نفتو صادرات اخلي.
خو ټرمپ ویلي چې له ایران سره د احتمالي توافق لپاره د چین مرستې ته اړتیا نه لري.
کارپوهان وایي، بیجینګ ته د ټرمپ سفر ښيي چې د امریکا او چین اړیکې، سره له سختې سیالۍ، لا هم د نړیوالو بحرانونو د مدیریت او د دواړو هېوادونو د اقتصادي ګټو لپاره حیاتي اهمیت لري.
ټاکل شوې د دواړو هېوادونو د مشرانو رسمي مراسم او اصلي ډیپلوماتیکې لیدنې د پنجشنبې او جمعې په ورځو ترسره شي.














