د امریکا دفاع وزارت (پنتاګون) اعلان کړی چې د ایران پر وړاندې د جګړې لګښت تر دې دمه ۲۹ میلیارده ډالرو ته رسېدلی دی.
د رویټرز د راپور له مخې، دغه شمېر د تېرې میاشتې د اټکل په پرتله شاوخوا څلور میلیارده ډالر زیاتوالی ښيي.
د پنتاګون د مالي چارو سرپرست ژول هرست د سهشنبې په ورځ د امریکا کانګرس ته په یوې غونډه کې ویلي چې دغه لګښتونه د پوځي عملیاتو، د تجهیزاتو د ترمیم او د وسلو د بدیل برابرولو مصارف رانغاړي.
هغه د امریکا د دفاع وزیر او نورو لوړپوړو پوځي چارواکو په حضور کې ټینګار کړی چې د لګښتونو د ارزونې او تازه کولو بهیر لا هم دوام لري.
پنتاګون تر دې وړاندې د اپرېل په ۲۹مه د جګړې لګښت ۲۵ میلیارده ډالر اعلان کړی و.
خو امریکایي چارواکو لا هم د دغو لګښتونو د محاسبې د څرنګوالي په اړه بشپړ جزییات نه دي خپاره کړي.
پوځي شنونکي وایي، د جګړې د لګښتونو دوامداره زیاتوالی ښایي د امریکا پر حکومت نور سیاسي او اقتصادي فشارونه هم زیات کړي؛ په ځانګړي ډول په داسې حال کې چې واشنګټن هممهاله له څو امنیتي او پوځي بحرانونو سره مخ دی.
د کارپوهانو په باور، د پوځي عملیاتو لګښت یوازې د جګړې په مستقیمو مصارفو نه محدودېږي، بلکې د تجهیزاتو بیا رغونه، د ځواکونو د چمتووالي ساتل او د دفاعي سیستمونو پیاوړي کول هم د پوځي بودجې لویه برخه مصرفوي.
دغه راپور داسې مهال خپرېږي چې د ایران جګړې د اقتصادي او ستراتیژیکو پایلو په اړه بحثونه لا هم د امریکا په سیاسي کړیو کې روان دي.














