د ایران د قضاییه قوې اړوند میزان خبري اژانس د دوشنبې په ورځ د ثور په ۲۱مه راپور ورکړی چې سیاسي بندي عرفان شکورزاده د «امریکا د استخباراتي ادارې او موساد سره د همکارۍ» په تور اعدام شوی دی.
د دغې دولتي رسنۍ د راپور له مخې، شکورزاده د هېواد له «یوې علمي ادارې» سره د سپوږمکۍ په برخه کې همکاري لرله او «طبقهبندي شوي معلومات» یې «د دښمن استخباراتي ادارو» ته سپارل.
میزان په خپل راپور کې د یادې علمي ادارې نوم نه دی خپور کړی او نه یې هم د شکورزاده پر ضد د لګېدلو تورونو په اړه کوم خپلواک سند یا جزییات وړاندې کړي دي.
تر اوسه د ایران اسلامي جمهوریت چارواکو د محاکمې د څرنګوالي، د نیولو د وخت او د قضیې د څېړنې په اړه نور معلومات نه دي خپاره کړي.
د عرفان شکورزاده اعدام داسې مهال ترسره شوی چې په وروستیو میاشتو کې ایران څو ځله د اسرائیل او لوېدیځو استخباراتي ادارو سره د همکارۍ په تور د کسانو د نیولو او محاکمې خبر ورکړی دی.
د بشري حقونو فعالانو او نړیوالو بنسټونو تر دې وړاندې په ایران کې د امنیتي دوسیو د محاکمو د څرنګوالي په اړه اندېښنه ښودلې او د شفافیت غوښتنه یې کړې ده.
کارپوهان وایي، د «جاسوسۍ» او «له موساد سره د همکارۍ» اړوند دوسیو زیاتوالی د ایران، اسرائیل او امریکا ترمنځ د سختې ترینګلتیا او امنیتي بحران د ژورېدو انعکاس دی.














