د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د نړیوالو انرژۍ بیو له لوړېدو او په هرمز تنګي کې د روانو ګډوډیو له امله د دغه هېواد له خلکو غوښتي چې د سونتوکو په مصرف کې سپما وکړي، غیرضروري سفرونه کم کړي او د خپلو لګښتونو یوه برخه محدوده کړي څو د هند د بهرنیو اسعارو زېرمې خوندي پاتې شي.
مودي ټینګار کړی چې هند باید په اوسنیو شرایطو کې د خپلو بهرنیو اسعارو زېرمو ته «ځانګړې پاملرنه» وکړي.
هغه له خلکو وغوښتل چې د کرونا وبا د مودې په څېر یو ځل بیا له کوره کار کول او آنلاین غونډې پراخې کړي او د تګ راتګ لپاره له عامه ترانسپورټ څخه ډېر استفاده وکړي.
د هند لومړي وزیر همداراز د ودونو په مراسمو کې د سرو زرو پېر او غیرضروري بهرني سفرونه د راتلونکي یو کال لپاره د مخنیوي وړ بللي او حتی د خوراکي تېلو د مصرف کمول یې «روغ او وطنپال اقدام» یاد کړی دی.
مودي له بزګرانو هم غوښتي چې د کیمیاوي سرو استعمال تر نیمايي پورې راکم کړي.
سره له دې چې د انرژۍ نړیوالې بیې لوړې شوې، د هند حکومت اعلان کړی چې اوس مهال د کورنیو سونتوکو د بیو د لوړولو کوم پلان نه لري.
دغه څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې په هرمز تنګي کې ګډوډي او د نفتو د نړیوالو بیو زیاتوالی د انرژۍ واردوونکو هېوادونو پر اقتصادونو سخت فشار وارد کړی دی.
هند چې د خپلې اړتیا تر ۸۵ سلنې ډېر خام نفت واردوي، د نړۍ له هغو سترو اقتصادونو څخه شمېرل کېږي چې د انرژۍ بازار د بدلونونو پر وړاندې ډېر زیانمن دي.
اقتصادي کارپوهان خبرداری ورکوي چې د انرژۍ بحران دوام ښایي د هند پر انفلاسیون، د روپۍ پر ارزښت او اقتصادي ودې مستقیم اغېز وکړي.
شنونکي وایي، د هند حکومت له لوري د مصرفي چلند د بدلون غوښتنه ښيي چې نوی ډیلي د بحران د اوږدېدو او د بهرنیو اسعارو پر زېرمو د فشار په اړه جدي اندېښنه لري.














