د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام اعلان کړی چې د طالبانو د واکمنۍ د پنځم کال په درشل کې، په افغانستان کې بشري او اقتصادي بحران لا هم مخ په خرابېدو دی.
د دې بنسټ د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۱.۴ میلیونه نور کسان په افغانستان کې د معیشتي ناامنۍ سره مخ شوي دي.
د خپرو شویو شمېرو له مخې، هغه کسان چې د ژوند د لومړنیو اړتیاوو په برابرولو کې له ستونزو سره مخ دي، په ۲۰۲۴ کال کې له ۲۶.۶ میلیونو څخه نږدې ۲۸ میلیونو ته لوړ شوي دي.
ملګرو ملتونو ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې له هرو څلورو کسانو څخه درې تنه د خپل ورځني ژوند لپاره کافي خواړه نه لري.
دغه بنسټ د بهرنیو مرستو کمښت، اقتصادي بحران، د کډوالو ستنېدل، پراخه بېکاري او بانکي محدودیتونه په افغانستان کې د فقر د زیاتېدو مهم عوامل بللي دي.
ملګرو ملتونو همدارنګه خبرداری ورکړی چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو پراخو محدودیتونو، په ځانګړي ډول د زدهکړو او کار په برخو کې، د کورنیو پر اقتصاد او معیشت مستقیم اغېز کړی دی.
د نړیوالو راپورونو له مخې، له کار او زدهکړو د ښځو ایستل د افغانستان د اقتصادي ودې او تولید ظرفیت سخت کم کړی دی.
سیاسي بېثباتي، وچکالي، اقلیمي بدلونونه او د کاري فرصتونو کمښت هم د خلکو اقتصادي فشارونه زیات کړي دي.
سره له دې چې مرستندویه بنسټونه هڅې کوي، نړیوال سازمانونه خبرداری ورکوي چې د دوامدار مالي ملاتړ او د طالبانو په سیاستونو کې له بدلون پرته به د افغانستان بشري بحران په راتلونکو کلونو کې نور هم ژور شي.














