د بریتانیا د اعیان مجلس غړې بارونس فیونا هاجسون د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د ښځو وضعیت «فاجعهبار» بللی او ویلي یې دي چې طالبان لا هم نه دي درک کړي چې ښځې د افغانستان لپاره «لویه بشري سرمایه» دي.
هغې افغانستان انټرنشنل ته په خبرو کې ټینګار کړی چې افغان ښځې له زدهکړو، کار او په عامه ژوند کې له ګډون څخه محرومې شوې دي او دغه محدودیتونه عملاً د ښځو د ټولنیز حذف لامل ګرځېدلي دي.
بارونس هاجسون ویلي، طالبان د ښځو حقونه یوه «لوېدیځه مسئله» ګڼي، حال دا چې د افغانستان ښځو د کلونو لپاره د خپلو اساسي حقونو د ترلاسه کولو مبارزه کړې ده.
هغې خبرداری ورکړی چې پر ښځو، په ځانګړي ډول د زدهکړو، کار او ټولنیز مشارکت په برخه کې د محدودیتونو دوام به په افغانستان کې بشري بحران لا ژور کړي او د بشري حقونو له اساسي اصولو سره په ټکر کې دی.
د بریتانیا د اعیان مجلس دې غړې، سره له دې چې د طالبانو پر سیاستونو یې نیوکه کړې، ویلي چې له دې ډلې سره یو ډول تعامل اړین دی؛ خو دغه تعامل باید د طالبانو د رسمیت پېژندلو یا د رسمي ډیپلوماټیکو اړیکو د جوړېدو معنا ونه لري.
هغې ټینګار کړی چې له طالبانو سره خبرې اترې باید د دغې ډلې سیاسي مشروعیت ته لاره هواره نه کړي او نړیواله ټولنه باید هممهاله د طالبانو د چلند د بدلون لپاره لازم فشارونه وساتي.
بارونس هاجسون ویلي: «طالبانو د افغانستان نیم نفوس چوپ او ځپلی دی؛ زه نه پوهېږم ولې هغوی نه درک کوي چې ښځې د دې هېواد لپاره څومره ستره سرمایه ده.»
هغې همداراز ویلي چې د افغانستان موضوع د نړۍ له پام څخه اوښتې او په نړۍ کې نوي بحرانونه او جګړې د دې لامل شوي چې افغانستان نور د ډېرو هېوادونو د بهرني سیاست په لومړیتوبونو کې پاتې نه شي.
د بریتانیا د اعیان مجلس دې غړې د افغانستان په اړه د نړیوال اجماع پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د ښځو د حقونو د بحران او نورو روانو ستونزو د حل لپاره پراخې نړیوالې همکارۍ ته اړتیا ده.
بارونس فیونا هاجسون مخکې هم د بریتانیا د اعیان مجلس په غونډو کې ویلي وو چې د افغانستان د ښځو د اساسي حقونو موضوع باید د نړیوالې ټولنې له خوا هېره نه شي او تل باید د نړیوالو خبرو اترو په محور کې پاتې شي.














