د افغانستان لپاره د برېټانيا ځانګړي استازي ريچارډ لينډسي کابل ته د خپل سفر پر مهال طالب چارواکو ته ويلي چې د ښځو له زده کړو او کاره محرومول د افغانستان اقتصاد کمزوری کوي او په هېواد کې د اقتصادي فرصتونو د رامنځته کېدو مخه نيسي.
لينډسي د پنجشنبې په ورځ په اېکس کې ليکلي چې د طالبانو د اقتصاد له وزير قاري دين محمد حنيف سره په ليدنه کې يې ټينګار کړی، افغانستان د اقتصادي کړکېچ د تېرېدو لپاره لوستو خلکو او په ټولنه کې د ښځو فعالې ونډې ته اړتيا لري.
هغه ويلي، په ټولو برخو کې د ښځو د کار او فعاليت اجازه د افغانستان د راتلونکي ثبات او هوساينې لپاره يوه بېړنۍ اړتيا ده.
د برېټانيا د ځانګړي استازي دفتر هم ويلي چې لينډسي د دغه سفر پر مهال د ښځو او نجونو د زده کړو او کار حالت او همدارنګه د بشري مرستو پر وړاندې شته خنډونه ارزولي دي.
د برېټانيا ځانګړي استازي د سفر پر مهال له يو شمېر افغان ښځو سره هم ليدلي او د هغوی د «ثبات، نوښت او ارادې» ستاينه يې کړې ده.
هغه ويلي، د افغانستان د راتلونکي او له دغه هېواد سره د نړيوالې ټولنې د اړيکو په څرنګوالي کې بايد د ښځو غږ واورېدل شي.
لينډسي ټينګار کړی چې افغانستان ته د برېټانيا مرستندويه پروګرامونه بايد د خلکو د رښتينو اړتياوو پر بنسټ برابر شي.
د خپل سفر په بله برخه کې، د برېټانيا ځانګړي استازي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي لارو د تړل کېدو په اړه اندېښنه ښودلې او خبرداری يې ورکړی چې د بشري مرستو د کاروانونو درېدل تر يو ميليون زياتې افغان ميندې او ماشومان د سختې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ کړي دي.
هغه د بشري مرستو د لېږد، د مرستندويه لارو د پرانيستو او زيانمنو ملکي خلکو ته د خوندي لاسرسي غوښتنه کړې ده.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي لارې له مياشتو راهيسې تړلې پاتې دي او طالبانو هم له پاکستان سره خپلې اقتصادي اړيکې ځنډولې دي.
د دغو لارو تړل کېدو نه يوازې سوداګري اغېزمنه کړې، بلکې د افغان ناروغانو د درملنې بهير يې هم ستونزمن کړی؛ ځکه ډېر ناروغان تر دې مخکې د درملنې لپاره پاکستان ته تلل.
طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار پراخ بنديزونه لګولي؛ هغه اقدامات چې د نړيوالو بنسټونو او کارپوهانو په وينا، په افغانستان کې يې اقتصادي کړکېچ او بېوزلي نوره هم زياته کړې ده.














