جمعه, مې 22, 2026
  • فارسی
  • English
  • Français
Donate
  • ننوتل
تلویزیون نیمروز
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
    • امنیت
    • سیاست
    • بشري حقونه
    • رسنۍ
    • کلتور
    • کډوالي
  • نړۍ
    • اروپا
    • امریکا
    • آسیا-اقیانوسیه
    • افریقا
    • منځنی ختیځ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
    • تفریح
    • د ژوند طرز
    • وېډیو
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
    • امنیت
    • سیاست
    • بشري حقونه
    • رسنۍ
    • کلتور
    • کډوالي
  • نړۍ
    • اروپا
    • امریکا
    • آسیا-اقیانوسیه
    • افریقا
    • منځنی ختیځ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
    • تفریح
    • د ژوند طرز
    • وېډیو
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
تلویزیون نیمروز
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
اصلی صفحه امنیت

امريکايي ارزونې: ايران د اوربند پر مهال د پوځي توان د بيا رغونې بهير چټک کړی

په واسطه د Satayesh Marzapoor
مې 22, 2026
0
A A
0
سی‌ان‌ان: ایران سریع‌تر از انتظار در حال بازسازی توان نظامی خود است

د امريکا استخباراتي ارزونې ښيي چې د ايران اسلامي جمهوريت د شپږ اوونيز اوربند پر مهال د خپلو ډرونونو د توليد يوه برخه بېرته پيل کړې او تر لومړنيو اټکلونو ډېر ژر د خپل پوځي توان د بيا رغونې په حال کې دی.

سي اېن اېن د باخبره سرچينو له قوله راپور ورکړی چې ايران د اپرېل له پيل راهيسې، هممهاله له اوربند سره، د ډرونونو د توليد ځينې کرښې بيا فعالې کړې دي.

څلورو باخبره سرچينو دغې رسنۍ ته ويلي چې د امريکا مالومات ښيي د ايران پوځ هغه توغنديز مرکزونه، توغندي توغوونکي او د وسلو د ځينو مهمو سيستمونو د توليد وړتياوې بېرته رغوي چې د امريکا او اسرائيلو په بريدونو کې زيانمنې يا له منځه وړل شوې وې.

د سرچينو په وينا، دا بهير ښيي چې که د ايران پر ضد د امريکا پوځي بريدونه بيا پيل شي، تهران لا هم د واشنګټن د سيمه ييزو متحدانو لپاره جدي ګواښ پاتې کېدای شي.

يو امريکايي چارواکي سي اېن اېن ته ويلي چې ځينې استخباراتي ارزونې ښيي ايران ښايي په شپږو مياشتو کې د ډرون بريدونو بشپړ توان بېرته ورغوي.

هغه زياته کړې:
«ايرانيان د استخباراتي ټولنې له ټولو اټکل شويو مهالوېشونو وړاندې تللي دي.»

د راپور له مخې، د امريکا د سيمه ييزو متحدانو يوه لويه اندېښنه د ايران د ډرون بريدونو د زياتېدو وړتيا ده؛ هغه موضوع چې ښايي د تهران د توغنديز توان کمښت جبران کړي.

سي اېن اېن ليکلي چې ايران د روسيې او چين د ملاتړ او همدارنګه د امريکا او اسرائيلو د بريدونو د محدود زيان له امله تر تمې ژر د بيا رغونې توان موندلی دی.

دوو باخبره سرچينو ويلي چې چين د جګړې پر مهال ايران ته داسې پرزې ورکړې چې د توغنديو په جوړولو کې کارېدلی شي، خو دغه بهير د امريکا د محاصرې له امله محدود شوی دی.

د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو هم تېره اوونۍ ادعا کړې وه چې چين ايران ته «د توغنديو د جوړولو پرزې» ورکوي؛ هغه ادعا چې د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند رد کړې ده.

د امريکا د تازه استخباراتي ارزونو له مخې، ايران د سختو بريدونو باوجود لا هم د بالستيک توغنديو، ډرونونو او هوايي دفاعي سيستمونو يوه برخه وړتيا ساتلې ده.

سي اېن اېن تر دې مخکې راپور ورکړی و چې د ايران شاوخوا نيمايي توغندي توغوونکي له بريدونو ژوندي پاتې شوي، خو نويو ارزونو دغه کچه تر دوو پر درېيو لوړه کړې ده.

باخبره سرچينو ويلي چې د دې زياتوالي يو لامل دا دی چې ايران د اوربند پر مهال تر خاورو لاندې شوي ځينې توغندي توغوونکي بېرته را ايستلي دي.

راپورونه دا هم ښيي چې د ايران زرګونه ډرونونه لا هم پاتې دي او د دغه هېواد شاوخوا پنځوس سلنه ډروني ځواک خوندي پاتې شوی دی.

د امريکا استخباراتي ارزونې ښيي چې د ايران د ساحلي دفاعي کروز توغنديو يوه مهمه برخه هم خوندي پاتې شوې؛ هغه توغندي چې تهران يې د هرمز تنګي کې د بېړيو د تګ راتګ د ګواښلو مهمه وسيله ګڼي.

سره له دې، باخبره سرچينې وايي د ايران دفاعي صنعتي بنسټ ته اوښتی زيان ښايي د بيا رغونې بهير يوازې د څو مياشتو لپاره شاته کړی وي، نه د څو کلونو لپاره؛ ځکه د ايران د پوځي زېربناوو يوه برخه لا هم سالمه پاتې ده.

Latest news, no spam. Unsubscribe anytime.

رویټرز: د ایران نوی مشر د غني‌شوو یورانیمو د نه انتقال امر کړی

فاکس نيوز: د مجتبی خامنه يي د پټېدو څرنګوالی د بن لادن له وروستيو کلونو سره ورته دی

ګوټرېش وايي د ټرمپ او شي جين پينګ ليدنې مهمه پايله نه لرله

شریکولټویټلېږللېږل
Satayesh Marzapoor

Satayesh Marzapoor

رویترز: ایران با انتقال ذخایر اورانیوم غنی‌شده به خارج مخالفت کرده است
سیاست

رویټرز: د ایران نوی مشر د غني‌شوو یورانیمو د نه انتقال امر کړی

مې 22, 2026
کارشناس امریکایی: خامنه‌ای از الگوی بن‌لادن استفاده می‌کند
امنیت

فاکس نيوز: د مجتبی خامنه يي د پټېدو څرنګوالی د بن لادن له وروستيو کلونو سره ورته دی

مې 22, 2026
دادستانی آلمان: شهروند افغان در جمع‌آوری اطلاعات برای حملات هدفمند نقش داشته است
امنیت

ګوټرېش وايي د ټرمپ او شي جين پينګ ليدنې مهمه پايله نه لرله

مې 21, 2026
پاکستان: فرمانده تی‌تی‌پی در عملیات وزیرستان شمالی کشته شد
امنیت

پاکستان وایي په وزیرستان کې یې د ټي‌ټي‌پي یو مهم قوماندان وژلی

مې 21, 2026
دبیرکل سازمان ملل از نبود پیشرفت جدی در مذاکرات ترامپ و شی خبر داد
سیاست

ګوټرېش وايي د ټرمپ او شي جين پينګ ليدنې مهمه پايله نه لرله

مې 21, 2026
هند مرد متهم به جذب نیرو برای طالبان و تی‌تی‌پی را به هفت سال زندان محکوم کرد
امنیت

هند یو کس د طالبانو او ټي‌ټي‌پي د ملاتړ په قضیه کې اووه کاله بند محکوم کړ

مې 20, 2026
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
شفاخانه‌ای که به میدان مرگ تبدیل شد؛ هشدار سازمان ملل درباره حمله به کابل

ريچارډ بېنېټ په کابل کې پر روږدو د درملنې روغتون د بريد د خپلواکې پلټنې غوښتنه وکړه

مې 22, 2026
ذکیه احمد اورست را به نام دختران افغانستان فتح کرد

ذکيه احمد د اورېسټ څوکې ته د رسېدونکې لومړنۍ افغانه ښځه شوه

مې 22, 2026
نماینده بریتانیا: آینده افغانستان بدون زنان ساخته نمی‌شود

د برېټانيا استازي طالبانو ته ويلي د ښځو بنديزونه د افغانستان اقتصاد کمزوری کوي

مې 22, 2026
عضو مجلس اعیان بریتانیا: طالبان نیمی از جمعیت افغانستان را سرکوب کرده‌اند

بریتانوي بارونس: طالبان د افغانستان د ښځو ارزښت نه درک کوي

مې 22, 2026
سی‌ان‌ان: ایران سریع‌تر از انتظار در حال بازسازی توان نظامی خود است

امريکايي ارزونې: ايران د اوربند پر مهال د پوځي توان د بيا رغونې بهير چټک کړی

مې 22, 2026
گزارش تازه: اقتصاد اروپا به ضعیف‌ترین وضعیت از اواخر ۲۰۲۳ رسیده است

د اروپا اقتصاد د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهيسې تر ټولو کمزورې کچې ته رسېدلی

مې 22, 2026

مشهور مطالب

  • بنیان‌گذار دانشگاه ادراک در مسیر محکمه کشته شد؛ ابهام در پرونده مالی بدریه جلالی

    ډاکټره بدریه جلالي په کابل کې ووژل شوهد حقوقي او مالي شخړو تر سیوري لاندې مرموزه قضیه

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • طالبانو د «تفریق زوجینو» اصول‌نامه په رسمي جریده کې خپره کړه

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • ډاکټره بدریه جلالي په کابل کې ووژل شوهد حقوقي او مالي شخړو تر سیوري لاندې مرموزه قضیه

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • طالبان د ټیلیفوني تماسونو پر مهال د نکاح پیغام خپروي

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • طالبانو د نوي اصول‌نامې له مخې د ماشومانو ودونه قانوني وبلل

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0

د خبرونو آرشیف

نیمروز ټلویزیون؛ د افغانستان او نړۍ د کره، باوري او تحلیلي خبرونو خپلواکه سرچینه، چې د باور وړ معلوماتو وړاندې کولو، د پېښو ژور تحلیل او د پټو اړخونو روښانه کولو ته ژمن دی. موږ هڅه کوو د مسلکي اصولو پر بنسټ روښانه او باوري انځور وړاندې کړو.

مهرباني وکړئ خپل ایمیل (Inbox یا Spam) وګورئ او خپل ګډون تایید کړئ.


  • زموږ په اړه
  • له موږ سره اړیکه
  • د همکارۍ فرصتونه
  • محرمیت تګلاره

© 2026 ټول حقوق د تلویزیون نیمروز سره خوندي دي.

بیا ښه راغلاست!

لاندې خپل اکاونټ ته ننوتل وکړئ.

پاسورډ مو هېر شوی؟

خپل پاسورډ بېرته ترلاسه کړئ

مهرباني وکړئ خپل کارن نوم یا ایمیل ادرس دننه کړئ ترڅو خپل پاسورډ بیا تنظیم کړئ.

ننوتل

نوی پلې‌لیست اضافه کړئ

  • ننوتل
  • فارسی
  • English
  • Français
Donate
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
    • امنیت
    • سیاست
    • بشري حقونه
    • رسنۍ
    • کلتور
    • کډوالي
  • نړۍ
    • اروپا
    • امریکا
    • آسیا-اقیانوسیه
    • افریقا
    • منځنی ختیځ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
    • تفریح
    • د ژوند طرز
    • وېډیو
SAVED POSTS