د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوټرېش ويلي چې د امريکا او چين د مشرانو، ډونالډ ټرمپ او شي جين پينګ، ليدنې کومه مهمه پايله نه ده لرلې.
ګوټرېش نن وويل چې د امريکا او چين د مشرانو ترمنځ خبرو د شته اختلافونو په حل کې د پام وړ پرمختګ نه دی رامنځته کړی؛ هغه موضوع چې د نړۍ د دغو دوو سترو ځواکونو ترمنځ د سياسي او اقتصادي کړکېچونو په اړه اندېښنې زياتوي.
د دغو خبرو د مهمو موضوعاتو په اړه نور جزئيات نه دي خپاره شوي، خو د واشنګټن او بيجينګ اړيکې په وروستيو کلونو کې د اقتصاد، سوداګرۍ، ټکنالوژۍ او جيوپوليټيکو سياليو له امله له پراخو اختلافونو سره مخ دي.
شنونکي وايي د امريکا او چين د مشرانو په خبرو کې د څرګند پرمختګ نشتوالی ښايي پر نړيوالو بازارونو، نړيوالې سوداګرۍ او د نړۍ پر سياسي فضا اغېز وکړي.
امريکا او چين، د نړۍ د دوو سترو اقتصادونو په توګه، د نړيوال اقتصادي او سياسي ثبات مهم رول لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ هر ډول کړکېچ معمولاً په ټوله نړۍ کې پراخ غبرګونونه راپاروي.














