د پاکستان د غر ختونې رسمي ټولنې اعلان کړی چې ذکيه احمد د اورېسټ څوکې ته د رسېدونکې لومړنۍ افغانه ښځه شوې ده.
د دغې ټولنې د راپور له مخې، ذکيه احمد د خپلو نېپالي لارښودانو داوا ټېنزېنګ شرپا او فوربا ګيالجن شرپا په ملتیا د پنجشنبې سهار د نړۍ تر ټولو لوړې څوکې ته رسېدلې ده.
د پاکستان د غر ختونې ټولنې ويلي چې ذکيه احمد، چې په ريور هم پېژندل کېږي، له خومبو سيمې څخه د اورېسټ ۸ زره او ۸۴۸ متره لوړې څوکې ته ختلې ده.
تر دې وړاندې هېڅ افغانې ښځې د اورېسټ څوکه نه وه فتح کړې.
د ذکيه احمد خور، مژګان مهتر ابراهيمي، په ټولنيزو رسنيو کې ليکلي:
«د هغې سفر يوازې څوکې ته رسېدل نه دي، بلکې د هغو ميليونونو نجونو او ښځو لپاره د جرأت، هيلې او مقاومت نښه ده چې له محدوديتونو هاخوا د خوب ليدلو جرأت کوي.»
د اورېسټ څوکه د هيماليا په غرونو کې د نېپال او د چين د تبت سيمې ترمنځ موقعيت لري او د نړۍ تر ټولو لوړه څوکه بلل کېږي.
د دغې څوکې فتح کول د نړۍ د ډېرو غر ختونکو ستره هيله ګڼل کېږي، خو د راپورونو له مخې ډېر کم کسان دې بريا ته رسېږي.
ذکيه احمد تر دې مخکې رسنيو ته ويلي وو چې غواړي د اورېسټ څوکه د افغانستان د نجونو په نوم فتح کړي.
دغه ۳۱ کلنه افغانه غر ختونکې په ۲۰۲۲ کال کې، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، استراليا ته کډواله شوې وه.
هغې تر دې وړاندې د افغانستان نوشاخ، د فرانسې مون بلان، د نېپال ميرا پيک او د هند ناندا دوي څوکې هم فتح کړې دي.
غر ختونکي وايي د اورېسټ څوکې ته ختل کلونو تمرين، زغم او ځانګړو تخنيکونو ته اړتيا لري.
ذکيه احمد مخکې ويلي وو چې دې څوکې ته د ختلو لپاره يې اوږدې او سختې روزنې ترسره کړې دي.














