طالبانو د «مېړه او مېرمنې د بېلتون کړنلاره» د ملا هبت الله اخندزاده له توشيح وروسته خپره کړې ده؛ هغه سند چې د طالبانو د عدليې وزارت په وينا، يوه سريزه، ۱۲ برخې او ۳۱ مادې لري.
د طالبانو د عدليې وزارت د غويي په ۲۴مه ويلي، دغه کړنلاره د مېړه او مېرمنې د جلاوالي بېلابېل حالتونه بيانوي او طالب قاضي ته واک ورکوي چې د اړينو شرايطو په موجوديت کې د طلاق پرېکړه وکړي.
د دغې کړنلارې په دويمه برخه کې طالبانو د ماشومانو نکاح منلې او د ماشوم د نکاح د ماتېدو او د هغې د لغوه کولو د واک په اړه يې هم څرګندونې کړې دي؛ هغه موضوع چې ښايي د افغانستان دننه او بهر نوي غبرګونونه راوپاروي.
د دغې کړنلارې د څلورمې مادې له مخې، که يو کس ورک وي او کورنۍ يې د هغه د برخليک په اړه مالومات ونه لري، مېرمن يې د بېلتون غوښتنه کولای شي.
همدارنګه په پنځمه ماده کې راغلي، که يو کس د اوږدې مودې لپاره له خپلې کورنۍ لرې ژوند وکړي او د هغوی لګښت ور نه کړي، مېرمن يې د بېلتون غوښتنه کولای شي.
طالبانو د دغې کړنلارې په بله برخه کې ويلي، که مېړه يا مېرمن له اسلامه واوړي، د هغوی ترمنځ بېلتون په خپله رامنځته کېږي او د طالب قاضي پرېکړې ته اړتيا نه وي.
د سند په نورو برخو کې هم بېلابېلو فقهي مسئلو ته اشاره شوې چې د مېړه او مېرمنې د جلاوالي لامل کېدای شي.
دغه کړنلاره داسې مهال خپرېږي چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له رسېدو وروسته په ټولنيزو، ښوونيزو او قانوني برخو کې ګڼ نوي اصول او کړنلارې پلې کړې دي؛ هغه تګلارې چې په ډېرو مواردو کې له کورنيو او نړيوالو غبرګونونو سره مخ شوې دي.
د طالبانو نيوکه کوونکي وايي، د دغو قوانينو ډېری برخې د ښځو حقونه نور هم محدودوي او د شريعت سختدريځه مانا د افغانستان په قانوني جوړښت کې ټينګوي.
خو طالبان وايي، د دوی ټول اصول او کړنلارې د اسلامي شريعت له مخې جوړې شوې دي.














