د طالبانو د مخابراتو وزارت ویاند اعلان کړی چې له دې وروسته به د ټیلیفوني اړیکو د ټینګولو پر مهال د طالبانو د مشر هبتالله اخندزاده فرمان، چې د جبري نکاح په اړه دی، د زنګ وهونکو لپاره خپرېږي.
د دغه وزارت ویاند عنایتالله الکوزي د جمعې په ورځ ویلي، دا اقدام د مخابراتو وزارت د رهبرۍ په امر پیل شوی او په راتلونکې کې به هم دوام ولري.
د هغه په وینا، له دې وروسته به د عادي پیغامونو یا د تماس د انتظار غږونو پر ځای، د جبري نکاح اړوند فرمان د مخابراتي شبکو له لارې د کاروونکو لپاره خپرېږي.
الکوزي د دې اقدام هدف «د ښځو د حقونو په اړه پوهاوی» بللی دی.
دا اقدام داسې مهال ترسره کېږي چې تر دې وړاندې د ټیلیفوني تماسونو د انتظار پر مهال، په ځینو مخابراتي شبکو کې د موسیقۍ ته ورته غږونه خپرېدل.
طالبان په داسې حال کې د دغو پیغامونو خپرول پیل کړي چې د دې ډلې تر بیا واکمنېدو وروسته د جبري او کمعمره ودونو د زیاتېدو په اړه ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.
تر دې مخکې هم داسې راپورونه موجود وو چې ښځې د طالبانو اړوند کسانو له لوري د جبري ودونو له فشار سره مخ شوې دي.
کارپوهان وایي، فقر، د نجونو پر زدهکړو محدودیتونه او د قانوني ملاتړ نشتوالی په افغانستان کې د جبري او کمعمره ودونو د زیاتېدو مهم عوامل دي.
شنونکي هم باور لري چې د حکومتي پیغامونو لپاره د مخابراتي شبکو کارول د خلکو په ورځني ژوند کې د طالبانو د ایدیولوژیک نفوذ د پراخولو هڅه ښيي.














