د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ريچارډ بېنېټ، په کابل کې د روږدو د درملنې پر روغتون د پاکستان وروستي خونړي بريد ته په اشارې، د دغې پېښې د بشپړې او خپلواکې پلټنې غوښتنه کړې ده.
بېنېټ په اېکس کې په خپور کړي پيغام کې ويلي چې د حوت په ۲۵مه د پاکستان په هوايي بريد کې، چې د کابل د روږدو د درملنې روغتون په نښه شوی و، له ۲۶۹ زيات ملکي کسان وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي د دغې پېښې د حقوقي پايلو په اړه خبرداری ورکړی او ټينګار يې کړی:
«پر ملکي خلکو يا ملکي تاسيساتو قصدي بريدونه ښايي جګړه ييز جرم وبلل شي.»
هغه له طالبانو هم غوښتي چې په ورته مرکزونو کې د ناروغانو خونديتوب ډاډمن کړي.
د حوت په ۲۵مه ماښام، پاکستاني جنګي الوتکو د «غضب للحق» په نوم عملياتو په ترڅ کې د کابل په ختيځ کې د روږدو د درملنې مرکز بمبار کړی و.
دغه مرکز له ۲۰۱۶ کال راهيسې د شاوخوا دوه زره ناروغانو د درملنې وړتيا لرله او د روږدو د درملنې له سترو مرکزونو څخه ګڼل کېده.
په داسې حال کې چې ملګرو ملتونو په دې پېښه کې د ۲۶۹ ملکي کسانو وژل کېدل او د ۱۲۲ نورو ټپي کېدل تاييد کړي، طالب چارواکو د وژل شويو شمېر له ۴۰۰ زيات ښودلی دی.
هممهاله، د بشري حقونو څار بنسټ او د بخښنې نړيوال سازمان دغه بريد ناقانونه، نامتناسب او ښايي جګړه ييز جرم بللی او د اسلام اباد د حساب ورکولو او خپلواکې پلټنې غوښتنه يې کړې ده.
طالبانو دغه بمباري «د ناروغانو او ملکي خلکو قصدي ډله ييزه وژنه» بللې او ويلي يې دي چې د اميد مرکز يوازې يو روغتيايي تاسيس و او له پوځي مرکزونو سره يې هېڅ تړاو نه درلود.
بل لور ته، پاکستان دغه ادعاوې رد کړې او ويلي يې دي چې د عملياتو هدف د پاکستاني طالبانو غورځنګ اړوند پوځي تاسيسات، د وسلو زېرمې او ترهګريزې زېربناوې وې او روغتيايي مرکز په مستقيم ډول نه و په نښه شوی.
اسلام اباد ادعا کړې چې په سيمه کې د زېرمه شويو مهماتو دويمو چاودنو د ودانيو د ويجاړېدو او شاوخوا سيمو ته د زيان اوښتو لامل شوی دی.














