اروپايي پارلمان د پنجشنبې په ورځ په خپلې علني غونډه کې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه پرېکړهلیک تصویب کړ او د طالبانو د محکمو جزايي اصولنامه یې په کلکه وغندله.
د اروپايي پارلمان استازو په دې پرېکړهلیک کې ویلي چې د طالبانو جزايي اصولنامه د ښځو او نجونو سیستماتیک تعقیب، بدني سزاوو، جوړښتي تبعیض او د اساسي حقونو پراخ نقض ته لاره هواروي.
اروپايي پارلمان له طالبانو غوښتي چې دغه اصولنامه ژر تر ژره لغوه کړي او د ښځو، نجونو، مذهبي اقلیتونو، الجيبيټيکيو کسانو او نورو زیانمنونکو ډلو پر ضد علني شلاقونه، اعدامونه او محدودیتونه پای ته ورسوي.
اروپايي استازو همدارنګه د جرمونو نړیوالې محکمې د نیولو د حکمونو پر عملي کېدو، د طالبانو د مشرانو پر ضد د بشري حقونو د بندیزونو پر پراخېدو او له طالبانو سره د «نه رسمیت پېژندنې او د اړیکو د نه عادي کولو» پر سیاست ټینګار کړی دی.
دغه پرېکړهلیک د ۴۸۰ موافقو، ۵ مخالفو او ۸۳ ممتنعو رایو په ترلاسه کولو تصویب شوی دی.
د طالبانو مشر هبتالله اخندزاده د تېر کال په دلو میاشت کې د طالبانو د محکمو جزايي اصولنامه توشیح کړې وه؛ هغه سند چې د بشري حقونو د بنسټونو او نړیوالې ټولنې له پراخو نیوکو سره مخ شو.
منتقدان وایي، دغه اصولنامه ځینې سختې سزاوې مشروعیت ورکوي او د خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو او اقلیتونو، اساسي حقونه محدودوي.
په همدې وخت کې، یوناما هم د ښځې او مېړه د بېلتون په اړه د طالبانو پر نوې اصولنامې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دغه سند د ماشومودونو او د ښځو پر ضد تبعیض لا سیستماتیک کوي.
اروپايي پارلمان د پنجشنبې په غونډه کې د ایران او اندونیزیا د بشري حقونو د وضعیت په اړه هم پرېکړهلیکونه تصویب کړل.
د ایران اړوند برخه کې، اروپايي استازو د اسلامي جمهوریت د چارواکو او سپاه پاسداران پر ضد د بندیزونو د پراخېدو غوښتنه کړې او په ایران کې یې اعدامونه غندلي دي.
شنونکي وایي، د دغو پرېکړهلیکونو تصویب ښيي چې اروپا پر هغو حکومتونو خپل سیاسي او بشري فشارونه زیاتوي چې د پراخو بشري حقونو په نقض تورن دي.














