عبدالباري جهاني، د افغانستان د پخواني حکومت د مالوماتو او فرهنګ وزير او د پښتو ژبې پېژندل شوی شاعر، په نيوکو ډکو څرګندونو کې ويلي چې ملايان د اسلامي ټولنو د زوال او اختلاف له مهمو لاملونو څخه دي.
ښاغلي جهاني له «صوفي پاډکاسټ» سره په خبرو کې ويلي:
«که زه ورسره خبرې وکړم، سند لرم، کتاب وايي، تاريخ وايي او مذهب وايي چې دوی ناکام دي، د زوال او اختلاف لامل دي.»
هغه د افغانستان اوسني حالت ته په اشارې ويلي چې ملايانو د روانو کړکېچونو په جوړېدو کې مهم رول لوبولی دی.
عبدالباري جهاني، چې د افغانستان له پېژندل شويو ادبي او فرهنګي څېرو څخه ګڼل کېږي، دا خبرې داسې مهال کړې چې طالبان، د يوې مذهبي ډلې په توګه، نږدې پنځه کاله کېږي پر افغانستان واکمن دي.
د هغه څرګندونې د هغو پراخو نيوکو يوه برخه بلل کېږي چې د طالبانو مخالفان او يو شمېر ديني روڼ اندي د افغانستان په کړکېچونو کې د سختدريځو مذهبي تفسيرونو د رول په اړه مطرح کوي.
د طالبانو نيوکه کوونکي وايي، دې ډلې واک ته له رسېدو وروسته خپله سختدريځه مذهبي لاره د افغانستان په ښوونيز، ټولنيز او سياسي نظام کې پراخه کړې ده؛ هغه تګلاره چې د دوی په وينا، د وګړو پر ازاديو، د ښځو پر زده کړو او له نړۍ سره د افغانستان پر اړيکو ژور اغېز کړی دی.
بل لور ته طالبان تل ټينګار کوي چې د دوی تګلارې د اسلامي شريعت پر بنسټ جوړې شوې او د «اسلامي نظام» د ساتلو لپاره اړينې دي.
د عبدالباري جهاني څرګندونو په ټولنيزو شبکو کې هم پراخ غبرګونونه راپارولي او يو ځل بيا يې د افغانستان د راتلونکې په اړه د مذهب، روحانيت او سياست بحثونه تاوده کړي دي.














