فاکس نيوز په يوه راپور کې، د ترهګرۍ ضد چارو د يوه کارپوه له قوله، ويلي چې د مجتبی خامنه يي د پټېدو څرنګوالی د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن د ژوند له وروستيو کلونو سره ډېر ورته والی لري.
د راپور له مخې، د ترهګرۍ ضد چارو کارپوه عمر محمد ويلي چې مجتبی خامنه يي نږدې درې مياشتې کېږي په پټ ځای کې ژوند کوي او د بن لادن په څېر تګلاره کاروي.
هغه فاکس نيوز ته ويلي:
«امريکا د اسلامي جمهوريت مشر داسې پړاو ته رسولی چې د عملياتي پټېدو له پلوه د بن لادن د ابټ اباد د لس کلن پټ ژوند سره ورته والی لري.»
د دغه کارپوه په وينا، بن لادن د ابټ اباد د پټې مودې پر مهال هېڅ مخابراتي اړيکه نه لرله او خپل پيغامونه يې يوازې د باور وړ کسانو له لارې لېږل.
عمر محمد ويلي، اسلامي جمهوريت د ابټ اباد له تجربې دا زده کړې چې تر ټولو خوندي پټنځای اړينه نه ده لرې پرتې سيمې وي، بلکې ښايي د پوځي مرکزونو ترڅنګ خوندي ساتل شوې ودانۍ وي.
هغه زياته کړې، بن لادن په پاکستان کې د دغه هېواد تر ټولو مهمې پوځي اکاډمۍ ته نږدې، د لوړو دېوالونو تر شا پټ ژوند کاوه.
د هغه په باور، په ايران کې ورته پټنځایونه ښايي د سپاه پاسداران اړوندو تاسيساتو ته نږدې تر ځمکې لاندې خوندي مرکزونه وي.
دغه راپور داسې مهال خپرېږي چې د ايران، اسرائيلو او امريکا ترمنځ تاوتريخوالی لا هم روان دی او د اسلامي جمهوريت د لوړپوړو مشرانو د حالت په اړه اټکلونه زيات شوي دي.
تر اوسه هېڅ ايراني رسمي چارواکي د دغه راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی.














