د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې خبرداری ورکړی چې امریکا به د جګړې د بیا پیل په صورت کې له «لا ډېرو حیرانوونکو حالتونو» سره مخ شي.
عراقچي د چهارشنبې په سهار، د ثور ۳۰مه، په اکس شبکه کې لیکلي چې ایراني ځواکونه په نړۍ کې لومړنی وسلهوال ځواک و چې د امریکا پرمختللې اف-۳۵ جنګي الوتکه یې نسکوره کړې ده.
هغه ادعا کړې چې د ایران پر ضد د جګړې له پیل څو میاشتې وروسته، د امریکا کانګرس د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د لسګونو الوتکو د له منځه تلو خبره منلې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر لیکلي: «اوس په رسمي ډول تایید شوې چې زموږ ځواکمنو وسلهوالو ځواکونو په نړۍ کې لومړی ځل پرمختللې او مشهورې اف-۳۵ الوتکې نسکورې کړې دي.»
عراقچي د احتمالي نوې جګړې په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي: «له هغو درسونو او تجربو سره چې موږ ترلاسه کړي، ډاډه اوسئ که بېرته جګړې ته داخل شوئ، له لا ډېرو حیرانوونکو حالتونو سره به مخ شئ.»
د هغه څرګندونې وروسته له هغې مطرح شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ وویل، د قطر، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په غوښتنه یې پر ایران پلان شوی برید له دوو تر درېیو ورځو پورې ځنډولی دی.
ټرمپ خبرداری ورکړی و چې که ایران په دغه فرصت کې هوکړې ته ونه رسېږي، د امریکا پوځ د پراخو بریدونو لپاره چمتو دی.
د تهران او واشنګټن د چارواکو متقابلې څرګندونې ښيي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ لفظي او پوځي کړکېچ لا هم په لوړه کچه دوام لري.
شنونکي وایي، دواړه لوري هڅه کوي د ډیپلوماټیک فشارونو تر څنګ، د پوځي او رسنیزو پیغامونو له لارې خپله بازدارنده وړتیا وښيي.
په ورته وخت کې، د متقابلو خبرداریو او ګواښونو زیاتېدو په منځني ختیځ کې د بحران د پراخېدو په اړه اندېښنې لا ډېرې کړې دي.














