د امریکا د کالیفورنیا ایالت د سنډیاګو ښار په یوه اسلامي مرکز کې د ډزو له امله درې کسان وژل شوي؛ هغه پېښه چې امریکايي امنیتي چارواکي یې د «کرکې پر بنسټ جرم» په توګه څېړي.
نړیوالو رسنیو د پولیسو له قوله راپور ورکړی چې دوه بریدګر، چې عمرونه یې ۱۷ او ۱۹ کاله ښودل شوي، له برید وروسته په داسې حال کې موندل شوي چې پر ځان د ډزو نښې یې لرلې.
چارواکو تر اوسه د قربانیانو هویت نه دی خپور کړی، خو ویلي یې دي چې د برید د انګېزې په اړه څېړنې دوام لري.
د سنډیاګو د پولیسو مشر سکاټ وال ویلي، تر هغه چې بله انګېزه ثابته نه شي، دغه پېښه به د مذهبي کرکې پر بنسټ د برید په توګه وڅېړل شي.
د سنډیاګو ښاروال هم له مسلمانې ټولنې سره خواخوږي ښودلې او ټینګار یې کړی چې «نفرت په دې ښار کې ځای نه لري» او زیاته کړې یې ده چې د مذهبي مرکزونو د ساتنې لپاره به امنیتي تدابیر زیات شي.
دغه ډزې داسې مهال ترسره کېږي چې په امریکا کې د مذهبي او نژادي کرکې پر بنسټ د بریدونو په اړه اندېښنې لا هم روانې دي او مذهبي مرکزونه څو ځله د ګواښونو او تاوتریخوالي هدف ګرځېدلي دي.
دې پېښې یو ځل بیا په امریکا کې د افراطګرۍ، وسلهوال تاوتریخوالي او د مذهبي اقلیتونو د امنیت بحثونه راژوندي کړي دي.
کارپوهان خبرداری ورکوي چې په ټولنیزو شبکو او سیاسي فضا کې د قطبي کېدو او نفرت خپرولو زیاتوالی کولای شي د ورته بریدونو خطر لا ډېر کړي؛ هغه موضوع چې د مذهبي ټولنو د ساتنې او د کرکې پر بنسټ د جرمونو د مخنیوي لپاره پر امنیتي ادارو فشار زیاتوي.














