افغان ايوک له امريکايي حکومت غوښتي چې د افغان متحدانو په اړه خپلې ژمنې عملي کړي او د کډوالو د منلو په بهير کې هغوی له پامه و نه غورځوي.
دغه بنسټ، د هغو راپورونو په يادولو سره چې امريکا غواړي د جنوبي افريقا نور سپين پوستکي کډوال ومني، ويلي:
«افغان متحدان يو ځل بيا له پامه غورځول کېږي.»
افغان ايوک ويلي، د امريکا ډېری افغان متحدان اوس په قطر، پاکستان او نورو هېوادونو کې په نامعلوم او سرګردانه حالت کې ژوند کوي.
دغه سازمان د غويي په ۲۹مه په اېکس کې ليکلي چې دا کسان هغه افغانان دي چې د امريکايي ځواکونو ترڅنګ جنګېدلي، د امريکا د استخباراتي او ډيپلوماتيکو چارو ملاتړ يې کړی او د امريکايانو د ژغورلو برخه کې يې رول لرلی دی.
افغان ايوک له امريکايي کانګرس غوښتي چې د کډوالو د منلو په پروګرام کې د پنځو زرو افغانانو د شاملېدو لپاره هڅې وکړي.
د افغان متحدانو د ملاتړ غوښتنه داسې مهال کېږي چې د ځينو راپورونو له مخې، د ډونالډ ټرمپ حکومت غواړي د جنوبي افريقا لس زره نور سپين پوستکي کډوال امريکا ته ومني.
تر دې مخکې امريکايي رسنيو، د ټرمپ حکومت د سرچينو له قوله، راپور ورکړی و چې امريکا غواړي شاوخوا يو زر او سل افغان کډوال، چې ۴۰۰ ماشومان هم پکې شامل دي، د قطر له سليې کمپ څخه د کانګو ډيموکراتيک جمهوريت ته ولېږدوي.
دغه افغان کډوال د کابل له سقوط وروسته قطر ته لېږدول شوي وو او امريکا ته د وېزې او انتقال په تمه وو.
د دغو راپورونو له خپرېدو وروسته، د امريکا له ۶۰۰ زياتو پخوانيو ملکي او پوځي چارواکو په يوه پرانيستي ليک کې د دغه هېواد له بهرنيو چارو وزير غوښتي چې کانګو ته د افغان کډوالو د لېږد طرحه لغوه کړي.
د کډوالو د حقونو ملاتړي فعالان خبرداری ورکوي چې د امريکا د افغان متحدانو دوامداره بې برخليکي ښايي په راتلونکو کړکېچونو کې د واشنګټن پر ژمنو باور له جدي ستونزو سره مخ کړي.














