د ایران د پارلمان د فرهنګي کمېسیون مرستیال اعلان کړی چې د دغه هېواد چارواکي دې پایلې ته رسېدلي چې «د انټرنېټ نښلول د ټولو خلکو په ګټه نه دي» او نړیوال انټرنېټ به په اوسنیو شرایطو کې بېرته پرانیستل نه شي.
علي یزديخواه ویلي چې د انټرنېټ پرېکول د ایران د ملي امنیت د عالي شورا له صلاحیتونو او پرېکړو څخه دي او دا اقدام د «امنیتي مسایلو او د هېواد د امنیت» له امله ترسره شوی دی.
هغه ټینګار کړی چې د نړیوال انټرنېټ له محدودیتونو سره سره، بانکي فعالیتونه، پېر او پلور او ځینې انلاین خدمات لا هم دوام لري او د هغه په وینا، خلک «له جدي ستونزې سره نه دي مخ.»
دغه ایراني استازي همداراز ویلي چې د ځینو کسانو او ادارو لپاره چې د حکومتي چارواکو له نظره نړیوال انټرنېټ ته اړتیا لري، محدود لاسرسی برابر شوی دی.
یزديخواه زیاته کړې چې «د خلکو تر ۹۰ سلنې ډېرې اړتیاوې» په اوسني وضعیت کې پوره کېږي او احتمالي ستونزې هم «د تعقیب وړ» دي.
د دغه ایراني چارواکي څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې اقتصادي کارپوهانو او د ټکنالوژۍ فعالانو د انټرنېټ د محدودولو یا پرېکولو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.
منتقدان وایي، د انټرنېټ پراخ محدودیتونه کولی شي انلاین کاروبارونو، ډیجیټلي سوداګرۍ او عامه اړیکو ته درانه زیانونه ورسوي او اقتصادي فشارونه زیات کړي.
ایران په وروستیو کلونو کې څو ځله د اعتراضونو، امنیتي کړکېچونو او سیاسي بحرانونو پر مهال نړیوال انټرنېټ محدود یا پرې کړی دی؛ هغه اقدام چې تل د بشري حقونو بنسټونو او د انټرنېټ د آزادۍ د ملاتړو له نیوکو سره مخ شوی دی.














