د افغانستان د شنونکو شبکې په خپل تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د ښځو روغتیا د روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو، د ښځینه کارکوونکو د کمښت، د نجونو پر زدهکړو د محدودیتونو او د بهرنیو مرستو د شدید کمښت له امله له ژور او مخ پر زیاتېدونکي بحران سره مخ ده.
په راپور کې ویل شوي چې په وروستیو کلونو کې ښځو، په ځانګړي ډول په کلیوالو سیمو کې، روغتیايي خدماتو ته لاسرسی له سختو ستونزو سره مخ شوی دی.
د کلینیکونو تړل کېدل، د ښځینه ډاکټرانو او قابلو کمښت او پر کورنیو اقتصادي فشارونه د دې لامل شوي چې ګڼې ښځې حتی تر نږدې روغتیايي مرکز پورې د تګ لګښت هم ورنه کړي.
د افغانستان د شنونکو شبکې ټینګار کړی چې د نجونو پر مخ د منځنیو ښوونځیو او پوهنتونونو تړل کېدل د هېواد د روغتیايي نظام راتلونکی هم ګواښي، ځکه نور د ښځینه ډاکټرانو، قابلو او روغتیايي کارکوونکو نوی نسل نه روزل کېږي.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال په پیل کې د امریکا د مرستو له ناڅاپي بندېدو او د نورو بنسټونو د مرستو له کمېدو وروسته، په افغانستان کې روغتیايي بحران لا ژور شوی دی.
دغه شبکه د روغتیا نړیوال سازمان په حواله لیکي چې د همدې وضعیت له امله په افغانستان کې ۴۲۲ روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.
همدارنګه نړیوال بانک راپور ورکړی چې د ۲۰۲۵ مالي کال کې د طالبانو د بودجې شاوخوا ۴۸ سلنه امنیتي بنسټونو ته ځانګړې شوې، په داسې حال کې چې د روغتیا برخې ونډه یوازې ۲.۶ سلنه وه.
راپور زیاتوي چې د ښځو پر سفر د طالبانو محدودیتونه او په ځینو سیمو کې د محرم شرط، د ښځو لپاره د درملنې ترلاسه کول لا ستونزمن کړي دي.
شنونکي وایي، افغانستان اوس له څو اړخیز بحران سره مخ دی؛ داسې بحران چې یوازې د روغتیايي امکاناتو کمښت نه، بلکې له تعلیمي، اقتصادي او ټولنیزو سیاستونو سره هم مستقیم تړاو لري.
د کارپوهانو په باور، د دې وضعیت دوام کولای شي په تدریجي ډول د درملنې په برخه کې د ښځینه متخصصو ځواکونو د له منځه تلو سبب شي؛ هغه موضوع چې د افغانستان د ښځو او ماشومانو پر روغتیا به درنې پایلې ولري.














