د امریکا ولسمشر د شنبې په سهار اعلان کړی چې امریکايي ځواکونو او د نایجریا وسلهوالو ځواکونو په یوه ګډ پوځي عملیاتو کې ابو بلال المینوکي، چې «د داعش دوهم مهم کس» بلل کېده، وژلی دی.
ډونالډ ټرمپ ویلي چې دغه داعش مشر د ده په امر په «بېنقصه، له مخکې پلان شوې او ډېرې پېچلې» عملیاتو کې وژل شوی دی.
ټرمپ په ټروتسوشیل کې لیکلي چې المینوکي، چې هغه یې «د نړۍ تر ټولو فعال ترهګر» بللی، فکر کاوه چې په افریقا کې پټېدای شي، «خو زموږ سرچینو په دوامداره ډول د هغه د فعالیتونو په اړه معلومات لرل.»
د امریکا ولسمشر ویلي چې د دغه داعش مشر له منځه وړل د دې ډلې نړیوال عملیات سخت کمزوري کړي او المینوکي نور نه شي کولای «د افریقا خلک ووېروي» یا د امریکایانو پر ضد د بریدونو په پلان جوړونه کې مرسته وکړي.
ټرمپ د امریکايي ځواکونو د «زړورتیا» او د نایجریا د حکومت د همکارۍ ستاینه کړې او ویلي یې دي چې دغه اقدام د امریکایانو او د سیمې د خلکو امنیت پیاوړی کوي.
هغه د عملیاتو د دقیق ځای او وخت، د المینوکي د پېژندلو او هدف ګرځولو د څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
همدارنګه د احتمالي ملکي تلفاتو یا د هغه د اړوندو کسانو د نیولو په اړه هم څه نه دي ویل شوي.
امریکا او متحدینو یې په تېرو کلونو کې د داعش ګڼ لوړپوړي مشران هدف ګرځولي او لا هم په افریقا او منځني ختیځ کې د دغې ډلې د شبکو پر کمزوري کولو تمرکز لري.














