د امرالله صالح په مشرۍ شنه بهير ويلي، د دې ډلې ځواکونو د دوشنبې په ورځ د غويي په ۲۷مه د غور ولايت د مرکز فيروزکوه ښار کې د طالبانو د جلب او جذب مرکز په نښه کړی دی.
دغه بهير د يوې ويډيو په خپرولو سره ادعا کړې چې ځواکونو يې د طالبانو د جلب او جذب د قوماندانۍ په ودانۍ کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي او وروسته يې چاودنه ورکړې ده.
د شنه بهير په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي:
«د شنې قطعې چريکانو په ځانګړي مهارت سره حساس توکي د غور ولايت د فيروزکوه ښار د طالبانو د جلب او جذب د قوماندانۍ دننه ځای پر ځای کړي وو چې وروسته وچاودېدل.»
لږ تر لږه درې ځايي سرچينو هم په فيروزکوه ښار کې د چاودنې پېښه تاييد کړې او افغانستان انټرنېشنل ته يې ويلي چې د چاودنې غږ د ښار په بېلابېلو برخو کې اورېدل شوی دی.
خو دغو سرچينو د زيانونو او احتمالي مرګ ژوبلې په اړه نور جزئيات نه دي ورکړي.
شنه بهير ويلي چې طالبانو ته د اوښتو زيانونو او مرګ ژوبلې کره شمېر لا نه دی معلوم، خو ټينګار يې کړی چې د «افغانستان تر ازادۍ» پورې به خپلو بريدونو ته دوام ورکړي.
دا دويم ځل دی چې شنه بهير، د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې څخه جلا، په خپل رسمي نوم د طالبانو پر ضد د بريد مسؤوليت اخلي.
دغه بهير تر دې وړاندې هم په مزارشريف ښار کې د طالبانو پر ګزمه کوونکو ځواکونو د بريد مسؤوليت منلی و.
امرالله صالح، چې د افغانستان د پخواني جمهوري نظام مرستيال و، په ۲۰۲۱ کال کې د جمهوري حکومت له نسکورېدو وروسته پنجشير ته ولاړ او د احمد مسعود په مشرۍ له ملي مقاومت جبهې سره يو ځای شو.
بل لور ته، د طالبانو يوه چارواکي افغانستان انټرنېشنل ته د دغې پېښې رامنځته کېدل رد کړي دي.
د شنه بهير ادعاوې تر اوسه د نورو خپلواکو سرچينو له خوا په خپلواک ډول نه دي تاييد شوې.














