د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مسئولانو اعلان کړی چې په افغانستان کې له ۱۲ زرو ډېر د تلاسیمیا ناروغان ثبت شوي چې له دې ډلې ۶۸۷۳ تنه ښځې دي.
د دغه وزارت د شمېرو له مخې، په افغانستان کې د تلاسیمیا ډېری ناروغان ماشومان جوړوي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د وینې مرکزي بانک آمر نیازګل نیازمند د شنبې په ورځ د ثور په ۱۹مه په کابل کې د تلاسیمیا ناروغۍ په اړه د پوهاوي په یوه غونډه کې له کورنیو او نړیوالو بنسټونو وغوښتل چې د دغو ناروغانو د درملنې لپاره خپلې مرستې زیاتې کړي.
تر دې وړاندې په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازولۍ هم ټینګار کړی و چې په دغه هېواد کې وینې ته اړتیا یوه پراخه او جدي اړتیا ده.
په ورته وخت کې، د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مرستیال عبدالولي حقاني ویلي چې په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د تلاسیمیا ناروغانو لپاره ځانګړي روغتیايي خدمات برابر شوي دي.
تلاسیمیا یوه ارثي او جنیټیکي د وینې ناروغي ده چې په هغې کې د هیموګلوبین او د وینې د سرو کرویاتو کچه تر نورمال حد کمه وي.
د تلاسیمیا ناروغان معمولاً دوامدارې وینې ته اړتیا لري او د وینې مرسته د هغوی د درملنې له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي.
روغتیايي کارپوهان خبرداری ورکوي چې د درملنې د امکاناتو کمښت، د روغتیايي پاملرنې لوړ لګښتونه او وینې ته محدود لاسرسی په افغانستان کې د تلاسیمیا ناروغان له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.
شنونکي وایي، د دوامدارې درملنې اړتیا او اقتصادي ستونزې د ډېرو کورنیو لپاره د دغې ناروغۍ مدیریت لا سخت کړی دی.














