د طالبانو د عامې روغتیا وزارت او د افغانستان د پولیو څخه پاک پروګرام اعلان کړی چې د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې د پولیو واکسین دوهم پړاو پیل شوی دی.
د طالبانو د روغتیا وزارت په وینا، په دغه څلور ورځني کمپاین کې به د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ۸.۳ میلیون څخه ډېر ماشومان واکسین شي.
د طالبانو د روغتیا وزارت ویلي چې دغه کمپاین به د افغانستان مرکزي، جنوبي، ختیځو، لوېدیځو، سوېل ختیځو، شمالي او شمال ختیځو ولایتونو تر پوښښ لاندې راولي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، په کندهار، هلمند، ارزګان او زابل ولایتونو کې به د پولیو واکسین کمپاین د سېشنبې په ورځ پیل شي.
دغه پروګرام د نړیوالو روغتیايي بنسټونو او سازمانونو په همکارۍ عملي کېږي.
د طالبانو د روغتیا وزارت همدارنګه له دیني عالمانو، قومي مشرانو او کورنیو غوښتي چې د واکسین د ټیمونو ملاتړ وکړي او د دغه پروګرام د ښه تطبیق لپاره همکاري وکړي.
تر دې مخکې په افغانستان کې د یونیسف استازي تاجالدین اویوالی ویلي وو چې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۱۲ میلیون ماشومانو په افغانستان کې د پولیو واکسین ترلاسه کړی دی.
افغانستان او پاکستان لا هم د نړۍ یوازیني دوه هېوادونه دي چې پکې د پولیو ویروس په بشپړ ډول له منځه نه دی تللی.
د رسمي شمېرو له مخې، تېر کال په افغانستان کې د ماشومانو د فلج ۹ مثبتې پېښې او په پاکستان کې ۳۰ پېښې ثبت شوې وې.
همدارنګه په ۲۰۲۶ کال کې تر اوسه د کندهار او هلمند په جنوبي ولایتونو کې د پولیو درې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
روغتیايي کارپوهان خبرداری ورکوي چې ناامني، د لاسرسي ستونزې او په ځینو سیمو کې بېباوري د پولیو د بشپړ له منځه وړلو بهیر له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.














