په باميان کې ځايي سرچينو تلويزيون نيمروز ته ويلي چې د طالبانو استخباراتو د غويي په ۲۷مه د باميان راډيو فعاليت درولی دی؛ هغه رسنۍ چې له ۱۳۸۲ کال راهيسې په دغه ولايت کې فعاله وه.
د ترلاسه شويو مالوماتو له مخې، د طالبانو استخباراتي کسانو د يکشنبې په ورځ د باميان ولايت د مرکز ښارنو سيمه کې د باميان راډيو دفتر ته ننوتلي او د دغې رسنۍ دروازه يې تړلې ده.
سرچينو ويلي چې د تېرو دوو ورځو راهيسې د دغې راډيو د مسؤول مدير په اړه هم هېڅ مالومات نشته.
د تلويزيون نيمروز څېړنې ښيي چې د باميان راډيو رسمي ټولنيزو پاڼو هم له نږدې يوې اوونۍ راهيسې هېڅ نوی مطالب نه دي خپاره کړي.
په ورته وخت کې، د افغانستان د رسنيو ملاتړي بنسټ امسو هم تاييد کړې چې طالبانو د دغې راډيو د فعاليت جواز نه دی غځولی.
د ځينو راپورونو له مخې، طالبانو د دغې رسنۍ د تړلو لامل د کاري جواز نشتوالی بللی، خو تر اوسه طالب چارواکو د دې اقدام په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.
امسو ويلي چې په افغانستان کې د رسنيو تړل کېدل د رسنيو د ازادۍ او د خبريالانو د کار پر وړاندې د پراخو محدوديتونو څرګندونه کوي.
دغه بنسټ خبرداری ورکړی چې د دې ډول چلندونو دوام د بيان ازادۍ، د خلکو د ازادو مالوماتو لاسرسي او پر خبريالانو د فشار په اړه اندېښنې نورې هم زياتې کړې دي.
امسو همدارنګه ټينګار کړی چې طالبان د رسنيو پر ازادۍ باور نه لري.
باميان راډيو په تېرو دوو لسيزو کې د باميان ولايت له فعالو سيمه ييزو رسنيو څخه وه او د خبرونو، ټولنيزو او فرهنګي خپرونو برخه کې يې فعاليت کاوه.














