د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې د کانګو دیموکراتیک جمهوریت او یوګانډا کې د ایبولا ناروغۍ خپرېدل د «نړیوالې اندېښنې وړ عامې روغتیا اضطراري وضعیت» کچې ته رسېدلي دي.
دغه سازمان ټینګار کړی چې اوسنی وضعیت لا د نړیوالې وبا معیارونه نه پوره کوي، خو د سرحدونو هاخوا د ناروغۍ د خپرېدو خطر او د «بوندیبوګیو» ډول لپاره د تایید شوي واکسین یا درملنې نشتوالی دا وضعیت «غیرعادي» ګرځولی دی.
د رویټرز د راپور له مخې، د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د کانګو ګاونډي هېوادونه د ناروغۍ د انتقال له لوړ خطر سره مخ دي.
د خپرو شویو شمېرو له مخې، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت په ختیځ کې تر اوسه لږ تر لږه ۸۰ مشکوکې مړینې، اته لابراتواري تایید شوې پېښې او ۲۴۶ مشکوکې د اخته کېدو پېښې ثبت شوې دي.
دغه پېښې د بونیا، روامپارا او مونګبالو په درېیو روغتیايي سیمو کې راپور شوې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان همدارنګه د ناروغۍ د نړیوال انتقال د پېښو له ثبتېدو خبر ورکړی دی.
په یوګانډا کې د ایبولا دوه تایید شوې پېښې، چې یوه مړینه هم پکې شامله ده، په کامپالا کې ثبت شوې دي. ویل شوي چې دغه کسان له کانګو څخه راغلي وو.
همدارنګه د کانګو دیموکراتیک جمهوریت په پلازمېنه کینشاسا کې هم یوه تایید شوې پېښه ثبت شوې چې اړوند کس د ایتوري سیمې څخه راستون شوی و.
دغه سازمان له هېوادونو غوښتي چې د بحران د مدیریت میکانیزمونه فعال کړي، د سرحدونو څارنه زیاته کړي او اخته کسان ژر تر ژره قرنطین کړي.
خو د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی چې هېوادونه باید پولې ونه تړي او سخت سفري او سوداګریز محدودیتونه ونه لګوي، ځکه دا کار کولای شي غیررسمي تګ راتګ زیات او د ناروغۍ کنټرول ستونزمن کړي.
ایبولا د نړۍ له تر ټولو مرګونو ویروسي ناروغیو څخه ګڼل کېږي چې لومړی ځل په ۱۹۷۶ کال کې د کانګو دیموکراتیک جمهوریت د ایبولا سیند ته نږدې وپېژندل شوه.














