په هند کې د سون توکو د بيې بيا لوړېدو د دغه هېواد د حکومت پر ضد تازه نيوکې راپارولې او مخالف ګوندونه وايي پر خلکو اقتصادي فشار ورځ تر بلې زياتېږي.
د هند حکومت په يوه اوونۍ کې د دويم ځل لپاره د سون توکو بيې لوړې کړې دي؛ هغه پرېکړه چې په ځانګړي ډول د هند د کانګرس ګوند له سخت غبرګون سره مخ شوې ده.
د کانګرس ګوند مشر ماليکارجون خارګه ويلي، دا پرېکړه به د خلکو پر اوږو نوی بار واچوي او د ژوند لګښتونه به نور هم لوړ کړي.
خو د هند حکومت ټينګار کړی چې د نړيوالو سون توکو د بيې د لوړېدو له امله د لګښتونو د جبران لپاره د نرخونو زياتول اړين وو.
د راپورونو له مخې، وروستۍ زياتوالی له يوې روپۍ کم دی، خو د بيې د پرله پسې لوړېدو او پر پړسوب د هغې د اغېز په اړه اندېښنې لا هم روانې دي.
اقتصادي شنونکي وايي، په منځني ختيځ کې وروستيو کړکېچونو، په ځانګړي ډول د امريکا، اسرائيلو او ايران ترمنځ جګړې او د هرمز تنګي له لارې د بېړيو د تګ راتګ محدودېدو، د نړيوالې انرژۍ بازار له نوي فشار سره مخ کړی دی.
په وروستيو ورځو کې د افريقا په يو شمېر هېوادونو کې د لاريونونو او ګډوډيو راپورونه هم خپاره شوي؛ هغه هېوادونه چې د خپلو اړينو سون توکو ډېره برخه د خليج له هېوادونو واردوي او اوس د لګښتونو له زياتوالي سره مخ دي.
کارپوهان خبرداری ورکوي چې د سون توکو د بيې دوامدار زياتوالی ښايي په هغو هېوادونو کې د پړسوب نوې څپه رامنځته کړي چې پر بهرنۍ انرژۍ تکيه لري، او دا چاره به د کورنيو پر اقتصاد نور فشار هم زيات کړي.














