د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو د کمېټې مشرې سوفي کیلادزې ویلي چې د طالبانو وروستی فرمان، چې د واده او کورني ژوند اړوند ځینې مقررات تنظیموي، د ماشومانو ودونو ته مشروعیت ورکوي او د ماشومانو د حقونو له نړیوالو معیارونو سره په ټکر کې دی.
هغې عرب نیوز ته په خبرو کې ټینګار کړی چې د ماشومانو ودونه فرهنګي، دودیزه یا شخصي موضوع نه ده، بلکې د ماشومانو د بنسټیزو حقونو له مهمو مسایلو څخه ګڼل کېږي.
کیلادزې ویلي چې د طالبانو له لوري نافذ شوي مقررات د نړیوالو بشري حقونو لپاره مستقیمه ننګونه ده او د طالبانو نه پېژندل کېدل د افغانستان نړیوالې ژمنې نه شي لغوه کولای.
دغه څرګندونې وروسته له هغې مطرح شوې چې د طالبانو د عدلیې وزارت د «زوجینو د جلاوالي اصولنامه» خپره کړه؛ هغه سند چې د نکاح فسخ، د ماشومانو ساتنه او د واده اړوند یو شمېر شرایط تنظیموي.
د دغې اصولنامې له تر ټولو جنجالي برخو څخه یوه د واده پر مهال د رضایت موضوع ده.
د سند له مخې، که یوه نجلۍ د بلوغ عمر ته رسېدلې وي او د واده پر مهال چوپ پاتې شي، دا چوپتیا د رضایت په توګه ګڼل کېدای شي.
سوفي کیلادزې ویلي چې بلوغ د قانوني پخوالي او د واده لپاره د بشپړې وړتیا معنا نه لري.
هغې ټینګار کړی چې د ماشومانو د حقونو د نړیوال کنوانسیون له مخې، هر څوک چې تر اتلس کلنۍ کم عمر ولري ماشوم بلل کېږي او د واده په څېر مهمو پرېکړو لپاره لازم قانوني بلوغ نه لري.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو کمېټې مشرې زیاته کړې چې دغه مقررات د ماشومانو پر ګڼو اساسي حقونو اغېز کوي، چې پکې د زده کړې حق، روغتیا، له تاوتریخوالي څخه ساتنه او د خپل ژوند په پرېکړو کې د ګډون حق شامل دي.
هغې د نجونو پر زده کړو د محدودیتونو او د ماشومانو د ودونو ترمنځ مستقیمه اړیکه هم یاده کړه او ویې ویل چې هغه نجونې چې په ښوونځیو کې پاتې کېږي، د وخت نه مخکې او جبري ودونو له خطر سره لږ مخامخ وي.
د ماشومانو د حقونو کمېټې له دې وړاندې هم له طالبانو غوښتي وو چې هغه قوانین او مقررات لغوه کړي چې د ماشومانو ودونو ته زمینه برابروي او د نجونو او ماشومانو د حقونو د خوندیتوب لپاره عملي ګامونه واخلي.
دا بحث په داسې حال کې یو ځل بیا راپورته کېږي چې د ښځو او نجونو پر زده کړو، کار او ټولنیز ژوند محدودیتونه لا هم د نړیوالو بنسټونو او د بشري حقونو د سازمانونو د اندېښنو له مهمو موضوعاتو څخه دي.
شنونکي باور لري چې د ماشومانو د ودونو موضوع یوازې یوه حقوقي مسئله نه ده، بلکې د افغانستان د راتلونکو نسلونو پر زده کړو، روغتیا، ټولنیز پرمختګ او اقتصادي راتلونکې هم ژور اغېز لرلای شي.














