د افغانستان د آزادۍ جبهې ادعا کړې چې ځواکونو یې د نورستان ولایت د دوآب ولسوالۍ په یوه طالب قرارګاه برید کړی او د دې ډلې دوه غړي یې وژلي او لږ تر لږه څلور نور یې ټپیان کړي دي.
جبهې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه برید د شنبې په شپه په «چریکي» بڼه د طالبانو پر یوه قرارګاه ترسره شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، د آزادۍ جبهې ځواکونو ته په دې عملیاتو کې مرګژوبله نه ده اوښتې او له برید وروسته خپلو مورچلو ته ستانه شوي دي.
طالبانو تر اوسه د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي او د برید د مرګژوبلې په اړه خپلواک معلومات هم نه دي خپاره شوي.
دا برید په داسې حال کې راپور کېږي چې د طالبانو مخالفې جبهې په وروستیو اوونیو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د دې ډلې پر مواضعو د وسلهوالو عملیاتو د زیاتېدو خبر ورکوي.
د خپرو شویو ارزونو له مخې، د زمري تر ۱۶مې په پای ته رسېدلې یوه اوونۍ کې د طالبانو مخالفو ډلو په نهو ولایتونو کې لږ تر لږه ۱۵ عملیات ترسره کړي دي.
د آزادۍ جبهې، د مقاومت ملي جبهې او د افغانستان متحدې جبهې ادعا کړې چې په دغو بریدونو کې د طالبانو له ۳۰ ډېر غړي وژل شوي دي.
خو د دغو جبهاتو له خوا د طالبانو د مرګژوبلې ورکړل شوې شمېرې په خپلواکه توګه نه دي تأیید شوې.
















