د طالبانو د مالیې وزیر محمد ناصر آخوند په تهران کې د ایران د کرنې له وزیر غلام رضا نوري قزلجه سره لیدلي او دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا او سوداګرۍ د اسانتیاوو په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو د مالیې وزارت د یکشنبې په ورځ، د لړم په ۲۴مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دواړو وزیرانو د اقتصادي همکاریو د ګډ کمېسیون د راتلونکې غونډې پر جوړولو، ایران ته د افغانستان د کرنیزو محصولاتو پر صادراتو، د ګمرکونو پر شبانه روزي فعالیت او د افغان سوداګرو د ستونزو پر حل خبرې کړې دي. د خبرپاڼې له مخې، د غیرمجازو توکو د قاچاق مخنیوی او نورې سوداګریزې موضوعګانې هم د لیدنې د بحثونو برخه وې.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ایران د کرنې وزیر د افغانستان په کرنه، مالدارۍ او اوبو لګولو برخو کې د همکارۍ لپاره چمتووالی ښودلی دی.
د افغانستان د چارواکو د خپرو شویو شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ ارزښت شاوخوا ۳.۵ میلیارده ډالره و. د دې راکړې ورکړې ډېره برخه افغانستان ته د ایران صادرات وو؛ ایران په هغه کال کې افغانستان ته د شاوخوا ۳.۴۵۴ میلیارده ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي، په داسې حال کې چې د افغانستان صادرات ایران ته شاوخوا ۵۳ میلیونه ډالره وو.
په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست، علي رضا بیګدلي، تر دې مخکې ویلي وو چې دواړه هېوادونه غواړي د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه ۱۰ میلیارده ډالرو ته لوړه کړي.














