د طالبانو د مالیې وزارت وايي، د هرات ولایت د اسلام کلا ګمرک به د افغانستان او ایران د چارواکو ترمنځ د شوې نوې هوکړې له مخې، د راتلونکې شنبې له ورځې څخه د شپې او ورځې په ۲۴ ساعتونو کې فعال وي.
دغه وزارت د چهارشنبې په ورځ، د لړم په ۲۷مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا هوکړه د طالبانو د مالیې وزیر ملا محمد ناصر او د ایران د اقتصادي چارو او مالیې وزیر سید علي مدني زاده ترمنځ د لیدنې پر مهال شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د افغانستان او ایران د ګمرکي سیسټمونو پر نښلولو، په سرحدي لارو کې د باروړونکو موټرو د تګ راتګ پر زیاتولو، د توکو د قاچاق پر مخنیوي او په ګمرکونو کې د موټرو د تم کېدو د وخت پر کمولو خبرې کړې دي. د افغانستان د صادراتو لپاره د اسانتیاوو برابرول او په بندرونو کې د «خاک پولۍ» د لګښتونو لرې کول هم د خبرو له موضوعاتو څخه وو.
د طالبانو د مالیې وزیر د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته تللی و او هلته یې له یو شمېر ایراني چارواکو سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا، ګمرکي فعالیتونو او ترانزیټي همکاریو په اړه خبرې کړې وې.
دا هوکړه د هغې پخوانۍ پرېکړې په دوام کې کېږي چې له مخې یې د نیمروز ولایت د ورېښمو پله په ګذرګاه او د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د میلک په ګذرګاه کې د ترانزیټي او باروړونکو موټرو تګ راتګ ۲۴ ساعته شوی و.
د اسلام کلا ګمرک ۲۴ ساعته فعالېدل د باروړونکو موټرو د انتظار وخت کمولای او د دواړو هېوادونو ترمنځ د توکو لېږد رالېږد اسانه کولای شي. خو د دې پرېکړې عملي اغېز به د هوکړې پر پلي کېدو، د دواړو لورو ترمنځ پر ګمرکي همغږۍ او په پوله کې د اړینو امکاناتو پر برابرولو پورې تړلی وي.















