طالبانو په نیمروز ولایت کې د یو شمېر خبریالانو لپاره دیني او عقیدتي روزنیزه غونډه جوړه کړې او له رسنیو او ځوانانو یې غوښتي چې په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې د دې ډلې او د هغې د خوښې وړ ارزښتونو دفاع وکړي.
دغه پروګرام د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا جوړ شوی و. د دې وزارت د خپرونو معین، حیات الله مهاجر فراهي، او له طالبانو سره نږدې یو شمېر ملا امامانو هم په غونډه کې ګډون کړی و.
مهاجر فراهي د عامه افکارو په جوړولو کې د رسنیو رول ته په اشارې ویلي چې د رسنیو منځپانګه باید له هغو څه سره برابره وي چې ده «افغاني او اسلامي ارزښتونه» بللي دي. نورو ویناوالو هم په ټولنیزو شبکو کې له فعالو ځوانانو غوښتي چې په هغه څه کې چې دوی یې «فکري جګړه» بولي، پراخ ګډون وکړي او د طالبانو پر ضد نیوکو ته ځواب ووایي.
د دې غونډې په خپرو شویو انځورونو کې هېڅ ښځه نه لیدل کېږي.
طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته تر بیا رسېدو وروسته د رسنیو او خبریالانو پر فعالیتونو پراخ محدودیتونه لګولي دي. د ملګرو ملتونو او د رسنیو د ازادۍ د ملاتړ بنسټونو راپورونه د سانسور، نیونو، ګواښونو او د خبریالانو، په ځانګړي ډول د ښځینه خبریالانو، پر وړاندې د تبعیضي محدودیتونو یادونه کوي.














