Donate
یکشنبه, نوومبر 22, 2026
  • فارسی
  • English
  • Français
  • ننوتل
تلویزیون نیمروز
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
    • امنیت
    • سیاست
    • بشري حقونه
    • رسنۍ
    • کلتور
    • کډوالي
  • نړۍ
    • اروپا
    • امریکا
    • آسیا-اقیانوسیه
    • افریقا
    • منځنی ختیځ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
    • د لیدو پل
    • د ژوند طرز
    • تفریح
    • وېډیو
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
    • امنیت
    • سیاست
    • بشري حقونه
    • رسنۍ
    • کلتور
    • کډوالي
  • نړۍ
    • اروپا
    • امریکا
    • آسیا-اقیانوسیه
    • افریقا
    • منځنی ختیځ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
    • د لیدو پل
    • د ژوند طرز
    • تفریح
    • وېډیو
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
تلویزیون نیمروز
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
اصلی صفحه نړۍ

په سویډن کې افغانانو د مدني بنسټونو او عامه پرېکړو په بهیر کې د ونډې غوښتنه وکړه

په واسطه د Satayesh Marzapoor
نوومبر 22, 2026
0
A A
0
نشست اوپسالا بر تقویت انسجام و مشارکت مدنی دیاسپورای افغانستان تأکید کرد

د افغانستان یو شمېر لیکوالانو، څېړونکو، کارپوهانو او ټولنیزو فعالانو د سویډن په اوپسالا ښار کې په یوه غونډه کې په دغه هېواد کې د افغان ډیاسپورا فرصتونه او ستونزې وڅېړلې.

دا غونډه د شنبې په ورځ، د لړم په ۳۰مه، د سویډن د صلصال ټولنې په نوښت د «په سویډن کې د افغان ډیاسپورا د فرصتونو او ستونزو شننه» تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه. د جوړوونکو په وینا، د غونډې موخه د افغان کډوالو د ټولنې د وضعیت ارزونه، د شته وړتیاوو او ستونزو پېژندنه او د سویډن په ټولنیز او مدني جوړښت کې د هغوی د رول په اړه د رغنده خبرو اترو زمینه برابرول وو.

د جوړوونکو د معلوماتو له مخې، غونډه په دوو برخو کې جوړه شوې وه. په لومړۍ برخه کې ګډونوال پر کوچنیو ډلو ووېشل شول او د افغان ډیاسپورا د اوسني وضعیت، اندېښنو، ستونزو او وړتیاوو په اړه یې د پنځو مهمو پوښتنو پر بنسټ بحثونه وکړل. د ډلو استازو د خپلو بحثونو پایلې او لنډیز له نورو ګډونوالو سره شریک کړل.

په دویمه برخه کې کارپوهانو د علمي، ټولنیزو، حقوقي او ارواپوهنیزو لیدلورو له مخې په سویډن کې د افغان کډوالو فرصتونه او ستونزې وڅېړلې. د ټولنیز ادغام پېچلتیاوې، د نسلونو ترمنځ واټن، رواني ستونزې، په سیاسي ګډون کې محدودیتونه او د کډوالو د ټولنې د ځینو برخو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی د بحث مهم موضوعات وو.

د غونډې یوه مهمه موضوع دا وه چې افغان ډیاسپورا باید یوازې د ټولنیزو مرستو د اړتیا لرونکې ډلې په توګه ونه پېژندل شي. ګډونوالو ټینګار وکړ چې د دې ټولنې انساني، علمي، کلتوري او مسلکي وړتیاوې کولای شي په سویډن کې د ټولنیزې ودې، د مدني ټولنې د پیاوړتیا او د بېلابېلو کلتورونو ترمنځ د خبرو اترو په پراختیا کې ونډه ولري.

ګډونوالو د قومي، ژبني او کلتوري تنوع پر منلو، متقابل درناوي او د ټولنې دننه د اختلافونو پر کمولو هم ټینګار وکړ. د هغوی په باور، د اړیکو او ملاتړ شبکو پیاوړتیا، رواني خدمتونو ته ښه لاسرسی، د ګډو بحثونو زیاتول او د مدني بنسټونو ترمنځ همکاري کولای شي په سویډن کې د افغان کډوالو د اغېزمن ټولنیز ګډون زمینه برابره کړي.

په غونډه کې د مدني بنسټونو، رسنیو او د عامه پرېکړو په بهیرونو کې د افغان کډوالو پر لا فعال ګډون هم ټینګار وشو.

سویډن د افغان کډوالو له کوربه هېوادونو څخه دی او د دې ټولنې یوه برخه له څو لسیزو راهیسې په دغه هېواد کې ژوند کوي. سره له دې، په ټولنیزو چارو کې د کډوالو ونډه، د ادغام ستونزې او د بېلابېلو ډلو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی لا هم د افغان ډیاسپورا له مهمو بحثونو څخه دي.

ایران د خپلو بندونو او پوځي تاسیساتو په اړه د امریکايي رسنیو راپورونه رد کړل

افغانستان ته په دوو اوونیو کې له ایران او پاکستانه ۴۳ زره کډوال ستانه شوي

پوتین: د افغانستان وضعیت زموږ د امنیتي اندېښنو په مرکز کې دی

ټګونه: مهاجرتنړۍ
شریکولټویټلېږللېږل
Satayesh Marzapoor

Satayesh Marzapoor

ایران گزارش‌های رسانه‌های امریکا درباره ارتباط سدها با تأسیسات نظامی را رد کرد
نړۍ

ایران د خپلو بندونو او پوځي تاسیساتو په اړه د امریکايي رسنیو راپورونه رد کړل

نوومبر 17, 2026
بیش از ۴۳ هزار مهاجر افغان در دو هفته از ایران و پاکستان بازگشتند
افغانستان

افغانستان ته په دوو اوونیو کې له ایران او پاکستانه ۴۳ زره کډوال ستانه شوي

نوومبر 13, 2026
پوتین: وضعیت افغانستان در اولویت نظارت امنیتی پیمان امنیت جمعی قرار دارد
نړۍ

پوتین: د افغانستان وضعیت زموږ د امنیتي اندېښنو په مرکز کې دی

نوومبر 11, 2026
هگست خروج امریکا از افغانستان را «فاجعه‌ای برای اعتبار این کشور» خواند
نړۍ

هګسېټ: له افغانستانه د امریکا وتل د دغه هېواد نړیوال اعتبار ته فاجعه وه

نوومبر 10, 2026
اجساد هشت مهاجر در منطقه مرزی ترکیه با ایران پیدا شد
افغانستان

د ترکیې او ایران پر پوله اته جسدونه موندل شوي

نوومبر 9, 2026
پولیس ترکیه از بازداشت ۶۳ شهروند افغان در ولایت مرزی حکاری خبر داد
کډوالي

د ترکیې پولیسو په حکاري ولایت کې ۶۳ افغان کډوال نیولي دي

نوومبر 8, 2026
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
نشست اوپسالا بر تقویت انسجام و مشارکت مدنی دیاسپورای افغانستان تأکید کرد

په سویډن کې افغانانو د مدني بنسټونو او عامه پرېکړو په بهیر کې د ونډې غوښتنه وکړه

نوومبر 22, 2026
روز جهانی تلویزیون؛ ممنوعیت نشر تصاویر زنده‌جان فعالیت ۲۱ تلویزیون محلی افغانستان را متوقف کرد

د ټلوېزیون نړیواله ورځ؛ افغانستان کې ۲۵ ولایتونو ته د انځورونو بندیز غځېدلی

نوومبر 21, 2026
نصب لوح یادبود ماریا گراتزیا کوتولی در شهرداری کاتانیا

د ایټالیا په کاتانیا ښار کې د ماریا ګراتزیا کوتولي یادګاري لوحه ولګول شوه

نوومبر 20, 2026
گمرک اسلام‌قلعه از هفته آینده ۲۴ ساعته می‌شود؛ توافق تازه طالبان و ایران

افغانستان او ایران د اسلام کلا ګمرک پر ۲۴ ساعته فعالیت هوکړه وکړه

نوومبر 18, 2026
ایران گزارش‌های رسانه‌های امریکا درباره ارتباط سدها با تأسیسات نظامی را رد کرد

ایران د خپلو بندونو او پوځي تاسیساتو په اړه د امریکايي رسنیو راپورونه رد کړل

نوومبر 17, 2026
وزیر مالیه طالبان و وزیر کشاورزی ایران درباره گسترش تجارت گفت‌وگو کردند

افغانستان او ایران د دوه اړخیزې سوداګرۍ د اسانتیاوو پر پراخولو خبرې وکړې

نوومبر 15, 2026

مشهور مطالب

  • فرحناز اسپد، روزنامه‌نگار و مجری ایران اینترنشنال، پس از بیماری درگذشت

    فرحناز اسپد، خبریاله او د ایران انټرنشنل ویانده، په ۳۷ کلنۍ کې مړه شوه

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • د لیزا شمس کورنۍ د هغې د مړینې د دوسیې د خپلواکې او بې‌طرفه څېړنې غوښتنه کوي

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • د ۱۷ کلنې رقیې د مشکوک مړینې راپور؛ له دوو جبري ودونو سره یې مخالفت کړی و

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • ډاکټره بدریه جلالي په کابل کې ووژل شوهد حقوقي او مالي شخړو تر سیوري لاندې مرموزه قضیه

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • د سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې د طالبانو پر ضد د پوځي عملیاتو د پیل اعلان وکړ

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0

د خبرونو آرشیف

نیمروز ټلویزیون؛ د افغانستان او نړۍ د کره، باوري او تحلیلي خبرونو خپلواکه سرچینه، چې د باور وړ معلوماتو وړاندې کولو، د پېښو ژور تحلیل او د پټو اړخونو روښانه کولو ته ژمن دی. موږ هڅه کوو د مسلکي اصولو پر بنسټ روښانه او باوري انځور وړاندې کړو.

نشست اوپسالا بر تقویت انسجام و مشارکت مدنی دیاسپورای افغانستان تأکید کرد
نړۍ

په سویډن کې افغانانو د مدني بنسټونو او عامه پرېکړو په بهیر کې د ونډې غوښتنه وکړه

نوومبر 22, 2026
روز جهانی تلویزیون؛ ممنوعیت نشر تصاویر زنده‌جان فعالیت ۲۱ تلویزیون محلی افغانستان را متوقف کرد
افغانستان

د ټلوېزیون نړیواله ورځ؛ افغانستان کې ۲۵ ولایتونو ته د انځورونو بندیز غځېدلی

نوومبر 21, 2026
نصب لوح یادبود ماریا گراتزیا کوتولی در شهرداری کاتانیا
افغانستان

د ایټالیا په کاتانیا ښار کې د ماریا ګراتزیا کوتولي یادګاري لوحه ولګول شوه

نوومبر 20, 2026

  • زموږ په اړه
  • له موږ سره اړیکه
  • د همکارۍ فرصتونه
  • محرمیت تګلاره

© 2026 ټول حقوق د تلویزیون نیمروز سره خوندي دي.

بیا ښه راغلاست!

لاندې خپل اکاونټ ته ننوتل وکړئ.

پاسورډ مو هېر شوی؟

خپل پاسورډ بېرته ترلاسه کړئ

مهرباني وکړئ خپل کارن نوم یا ایمیل ادرس دننه کړئ ترڅو خپل پاسورډ بیا تنظیم کړئ.

ننوتل

نوی پلې‌لیست اضافه کړئ

  • ننوتل
  • فارسی
  • English
  • Français
Donate
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
    • امنیت
    • سیاست
    • بشري حقونه
    • رسنۍ
    • کلتور
    • کډوالي
  • نړۍ
    • اروپا
    • امریکا
    • آسیا-اقیانوسیه
    • افریقا
    • منځنی ختیځ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
    • د لیدو پل
    • د ژوند طرز
    • تفریح
    • وېډیو
SAVED POSTS