د ترکیې پولیسو ویلي چې د دغه هېواد په ختیځ کې د ایران پولې ته څېرمه د حکاري په ولایت کې یې ۶۳ افغان وګړي ترکیې ته د ننوتلو پر مهال نیولي دي. د امنیتي چارواکو په وینا، نیول شوي کسان د بهرنیو وګړو د ایستلو یوه مرکز ته لېږدول شوي دي.
د حکاري د امنیت ریاست په اعلامیه کې راغلي چې امنیتي ځواکونو د دې عملیاتو پر مهال یو بل کس هم نیولی چې د کډوالو د لېږد په تنظیمولو تورن دی. د دغه کس دوسیه قضايي ادارو ته سپارل شوې او د محکمې له حکم وروسته زندان ته لېږدول شوی دی.
د ترکیې پولیسو زیاته کړې چې ۶۳ افغان وګړي د ایستلو اړوند اداري پړاوونو د بشپړولو لپاره د آغري ښار ته انتقال شوي دي.
حکاري د ترکیې په ختیځ کې د ایران پولې ته پروت ولایت دی او د افغان کډوالو له هغو لارو څخه ګڼل کېږي چې غواړي له ایران څخه ترکیې ته ننوځي او وروسته اروپايي هېوادونو ته ځان ورسوي.
په همدې حال کې، د ترکیې د کډوالۍ ادارې یوه ورځ مخکې ویلي وو چې د روان میلادي کال په لومړیو لسو میاشتو کې د دغه هېواد پولیسو په بېلابېلو سیمو کې ۳۳ زره او ۳۴۱ افغان وګړي نیولي دي.
د دغو شمېرو له مخې، افغانان په ترکیه کې د نیول شویو بهرنیو وګړو ترمنځ تر ټولو لویه ډله جوړوي.
د حکاري امنیت ریاست ویلي چې د کډوالو د قاچاق او د خلکو د ناقانونه لېږد د شبکو پر وړاندې مبارزه به د خلکو او امنیتي ادارو په همکارۍ دوام ولري.
د ترکیې د چارواکو په اعلامیه کې د نیول شویو افغانانو د بېرته ستنولو د کره وخت او د هغوی د کډوالۍ د دوسیو د وروستي برخلیک په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

















