د لیتوانیا سرحدي ځواکونو ۳۵ تنه پناه غوښتونکي نیولي چې د بلاروس له لارې د لیتوانیا خاورې ته داخل شوي وو او ځانونه یې د افغانستان او عراق اتباع معرفي کړي دي.
د لیتوانیا د چارواکو د معلوماتو له مخې، دغه کسان د پنجشنبې په ماښام د هېواد سوېل ته د وارنا سیمې ته داخل شوي وو. د دوی حرکت د چپکلیا په خوندي شوې سیمه کې د څارنې د سیستم له لارې تشخیص شو او وروسته د نیولو لپاره پراخ عملیات پیل شول.
پناه غوښتونکي له پولې تر اوښتو وروسته په څو ډلو وېشل شوي وو، خو سرحدي ځواکونو تر هغې مخکې چې هغوی له ډنډونو او باتلاقې سیمې څخه ووځي، ټول ۳۵ کسان ونیول.
د لیتوانیا چارواکو ویلي چې ټول نیول شوي کسان نارینه دي او عمرونه یې شاوخوا له ۲۰ تر ۳۰ کلونو پورې دي. د ۱۱ کسانو سره د هویت اسناد موجود وو، خو پاتې کسان له هېڅ ډول پېژندپاڼې پرته نیول شوي دي.
د لیتوانیا سرحدي ځواکونه وایي، د روان میلادي کال له پیل راهیسې یې د بلاروس له لارې د ۱۶۶۱ پناه غوښتونکو د دغه هېواد خاورې ته د ننوتلو مخه نیولې ده.
د بلاروس له لارې د اروپا پر لور د کډوالو او پناه غوښتونکو تګ له څه مودې راهیسې د ختیځې اروپا د سرحدي هېوادونو لپاره د امنیتي او بشري بحثونو له مهمو موضوعاتو څخه دی.
















